د اسرایلي رژیم وزیر او له فلسطینیانو سره د مرکه چي، سیلوان شالوم له خپل فلسطیني سیال سره په پټه لیدلي دي. دا لیدنه په اردن کې تر سره شوې ده. ددې ریپوټ له مخې، دا لیدنه په تلفون کې د محمود عباس او بن یامین نتنیاهو ترمنځ د هوکړې له مخې شوې. د اسرایلي رژیم لومړي وزیر او د فلسطني دولتnf00008174-1 د مشر ترمنځ دا ټلفوني خبرې له یوه کال وروسته شوي دي. ویل شوي چې د فلسطیني چارواکیو لیدنه او دواړو خواوود مشرانو ترمنځ تلفوني اړیکه د لویدیځ چارواکیو په منځګړیتوب تر سره شوې. ټاکل شوې وه دا لیدنه په بروکسل کې شوې وی خو د فلسطیني لوي د غوښتنې له مخې په اردن کې په لاره اچول شوې وه. له دې سره، د اروپاي ټولنې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګرني له ملک سلمان سره د لیدنې پر مهال له دوی څخه غوښتي ترڅو د اسرایلي رژیم او فلسطین ترمنځ په خبرو کې خپل رغنده رول ولوبوي.

همدارنګه د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د صهیونیستي رژیم او فلسطینیانو ترمنځ د خبرو په موخه د ملاتړې یوې نړیوالې ډلې د رامنځ ته کولو وړاندیز کړی دی او د عربستان بهرنیو چارو وزیر( عادل الجبیر) د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو په لاره کې د خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده او محمود عباس په دې اړیکه کې په رسمي توګه اعلان کړی:«مونږ هم ستاسو په څیر ددې ستونزې د هواری غوښتونکي یو». دا په داسې حال کې ده چې د باختري تړانګې اوسیدونکي په بشپړه توګه په خود جوشه توګه او د چړو په وسیله د اسرایلي نیواک ګر رژیم پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کړې دي، د ورځې په تیریدو سره پرخپلو مبارزو باوري کیږي او د اسرایلو پر وړاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکوي. په داسې حال کې چې محمود عباس او آل سعود ددې پاڅون د آرامولو هڅې کوي او حماس هم د سوله ایزو خبرو د ماتې یا ناکامۍ له ویرې له دې بهیر سره په عملي توګه همکاري کوي. په شمالي قفقاز کې د بیلتون غوښتونکو له مشر او په روسیه کې د داعش له قومندان (محمد العدناني) چې سعودي عربستان او اوکراین ترې ملاتړ کوي، په روسیه کې له احمد البرقاوي سره د لیدنې پر مهال ویلي: ” نور نو د مسامحې وخت تیر شوی دی او باید د په سرچینه کې د اوبو پر وړ اندې ودریږو”. ددې ریپوټ له مخې محمد العدناني په دې لړ کې ویلي: «مونږ له خپلو اوکرایني ملګرو سره په دې هکله همغږي کړې چې تاسو تر ټولو پیاوړي شل تنه مجاهدین چمتو کړی ترڅو یې اوکراین ته د جهادي زدکړو لپاره واستوو. مونږ هم دیرش کسان په نښه کړي چې تر دوه اونیو به یعني د نوامبر تر میاشتې اوکراین ته واستول شي. تاسو به خپلو مجاهیدونو ته ددې ضمانت ډاډ ورکړی چې سعودي عربستان به د شهیدانو کورنیو ته ټول عمر میاشتنی معاش ورکوي». ده د خپلو خبرو په دوام سره ویلي: «مونږ باید په خپلو کور کې د کفارو مخنیوی وکړو. دوی د لوبیانکا مترو چاودنه له هیره ایستلې ده».

یوه اسرایلي چارواکي اعلان کړی چې په باختري تړانګه کې بیوځلۍ، ځورونې او تحقیر، د اسرایلو له لوري په نیول شویو سیمو کې د پاڅونونو له اصلي لاملونو څخه شمیرل کیږي. د کولانو له ګوند څخه د کنست استازي او د کار کیمټې ریس (الی الالوف) د بیوځلې د ورځې په ویاړ په مراسمو کې وویل: “له دوه عربانو څخه یو یې بیوځله دی او په الاقصی جومات کې د مسلمانانو سپکاوی او په ټولو برخو کې دوی ته په ټیټه سترګه ګتل چې اوس په عادي امر اوښتې، نتنیاهو دې ټولو ته لمن وهلې ده». ده د خپلو خبرو په دوام سره ویلي:» د نتنیاهو دولت د سیمې د امینت په برخه کې تر تولو کمزوری حکومت شمیرل کیږي او دا دولت د هیواد او سیمې په امنیت کې پاتې راغلی دی. که چیرې دولت ونشي کولای د سیمې او خلکو ستونزې هوارې کړي، د ناامنیو، ناخوالو او حتی له جګړو سره مخ شي او دا مونږ ته ښودل شوې چې حتی د حماس پر وړاندې په جګړه کې ناکامه یو». د اسرایلو د دفاع وزیر ویلي: له حماس سره د جګړې لګښت ډير لوړ وو او د اسرایلو بودیجه ځانګړې چوپړتیاوو ته دا اجازه نه ورکوي ترڅو په ټولې قوا او ځواک سره مبارزه وکړي او امینتي ګواښونه له منځه یوسي.

د خاور میانه د ریپوټ له مخې، چې د اسرایلو د غږ راډیو د خپرونو له مخې یې چمتو کړی، د اسرایلو دفاع وزیر( موشه بوګي یعلون) په دفاعي او بهرني کمیسیون په ناسته کې ویلي: «لومړی وزیر هم په دې باور دی چې په دوه زره شپاړسم کال کې دفاعي وړاند وینه بسنه نکوي». په داسې حال کې چې ده د مالیې وزارت له لوري وړاندې شوې بودیجې ته د اړوندو ادارو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده. د ویلو وړ ده چې د دوه زره شپاړسم کال لپاره د مالیې وزارت له لوري وړاندیز شوې او تصویب شوې بودیجې څخه ، ۳۴۳،۳ میلیارد شیکل دفاعي څاانګې ته ځانګړې او د لوکر کمیسیون له لوري تصویب شوې ده. له دې سره د کورني امنیت لپاره په بودیجه کې یو اعشاریه اوه میلیارده ډیرښت راغلی دی. له دې سره د اسرایلي رژیم لومړي وزیر ویلي: «زمونږ پوځ ډير لګښت لري او باید ددوی د اړتیا وړ بودیجه تصویب شي. له حزب الله او حماس سره د جګړې لګښت ډير لوړ او ګواښونکی دی، که چیرې مونږ بشپړې مالي سرچینې ونلرو له حماس څخه د کوچونیو ډلو پر وړاندې به هم پاتې راشو. مونږ نور په قدس کې او باختري تړانګه کې پر اعرابو مدیریت نلرو او دا ټول د مالي سرچینو د کمښت او د پوځ د کمزورتیا له امله دي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *