د فليپين په سهيل کې د« بانجسامورو اسلامي ازادۍ بخښونکې سرتيري»- BIFF سازمان وسله والو کسانو د کرسمس د جشن په درشل کې په جلا جلا بريدونو کې نهه تنه وژل دي. دامطلب د شنبي په ورځ د رویتر اژانس د ځايي چارواکو له قوله ور کړی دي444351.

د حکومتي استارې میریام فرر په قول وسله والو کسانو د میندانائوپه ټاپو د سلطان قدرت په ولايت کې د کرونده ګرو د اوسېدو پر سيمه حمله وکړه، چې په پائيله کې اووه تنه ووژل شول او يو شمير کسان يي یرغمل ونيول. خو وروسته یرغمل شوي کسان د حکومتي سرتيرو لخوا ازاد کړل شول. او دوه نور کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو کسانو کوتاباتو ولايت شمال کې پر يوې وړې کليسا حمله وکړه.

لکه چې خبر ورکول کيږي حکومتي عسکرو د« بانجسامورو اسلامي ازادۍ بخښونکې سرتيري» د سازمان څلور غړي وژلي دي.

د« بانجسامورو اسلامي ازادۍ بخښونکې سرتيرو» سازمان د پخوانې د مورود اسلامي ازادي بخښونکې جبهي د غړو څخه جوړه شوی ده. چې څو کاله مخکې د خپلمنځي اختلافونه له کبله له دغه سازمان څخه ووتل. او د دولت سره يي د سولې خبري پيل کړي.

د « مورو داسلامي ازادۍ بخښونکې جبهي » سازمان او دولتي مقاماتو په ۲۰۱۲ کال کې د چار چوب موافقتنامه لاسلېک کړه، چې له مخې يي د هېواد په سهيل کې سوله ټينګه شي. او اسلامي سازمان به له فليپن څخه د میندانائو د بيلولو له هڅو څخه تيريږي.

خو د BIFF استازو د دغو خبرو په اړه خپل مخالفت څرګند کړ.

هغوی د سيمي په خپلواکۍ ټينګار کوي،نو له دې کبله تل ترهګرۍ بريدونه کوي. په فليپین کې ډ یری مسيحی وګړي ژوند کوي. خو په سهيل کې ډيری مسلمانان ژوند کوي.

د دولت اود مورو د اسلامي ازادۍ بخښونکې جبهي چې د ۱۱-۱۲ زرو ترمنځ سپاهيان لري ترمنځ شخړه له ۴۰ کالو راهيسي دوام لري. چې د جګړو په ترځ کې ۱۵۰ زره تنه وژل شويدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *