د دې وخت راغلی چې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ پوله وټاکل شي

په تاجکستان کې دا خبره کوي، چې اوس له قرغزستان سره د هېواد په پوله کې د شخړو شمېر کم شوی دی. په دوشنبې کې داسې ګڼي، چې دا نېکه نښه ده او پر دې باور دي، چې د لوریو ترمنځ خبرې اترې به، د پولې د په نښه کولو بهیر پایته ورسوي او د دواړو هېوادونو ډېر کلنو لانجو ته به د پای ټکی کېږدي.

نن ورځ د فرغانې په دره کې د ناوېشل شوو ځمکو پر سر بحثونه ډېر تاوده شوي دي. د تاجکستان په پلازمېنه کې زموږ ځانګړي خبریال ګالیم فصحوتدینوف په خپل رالېږلي راپورتاژ کې د دې د روښانولو هڅه کړې، چې ایا دوشنبې او بیشکېک به پر دې بریالي شي او که نه، چې په راتلونکي کال کې په همدې تړاو په خبرواترو کې پرمختګ وکړي.

د رسمي اطلاعاتو له مخې د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې ټول اوږدوالی ۹۷۰ کیلومترو ته رسیږي. له هغو نه، نن ورځ ۵۱۹ کیلومتره پوله ټاکل شوې او په نښه شوې ده. په ۲۰۰۲ کال کې د دواړو هېوادونو د ګډ حکومتي کمیسیون د کار د پیلېدو له وخته، د پولې د هغو برخو پر سر لانجې روانې دي، چې د قرغزستان د باتکن ولایت او د تاجکستان د سغدي ولایت په اوږدو کې پرتې دي. په همدې تړاو د روانو بحثونو د غوړېشې خلاصول اسان کار نه دی. په ځینو کلیو کې د قرغزانو او تاجکانو کورونه د شطرنج په ترتیب پراته دي. په منځنۍ اسیا کې د سرحدي پرابلمونو څیړاند، تاجکی سیاستپوه نعمت میر سعیدوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

په ډېرو سیمو کې قرغزان او تاجکان ګډ سره اوسیږي. داسې کلي هم شته، چې د کوڅې په یوه خوا کې یې قرغزان ژوند کوي او په بله خوا کې تاجکان. هلته د پولې تېرول ناشوني دي.

تاجکی سیاستپوه نعمت میر سعیدوف وایي، تاجکستان او قرغزستان ته د لانجمنو خاورو پر سر بحثونه او دعواوې له شوروي پېره په میراث پاتې دي. په ۱۹۲۴ کال کې د پولې د ټاکلو په وخت کې د خاورې د قومي وېشون یو څو آرونه مات شوي. د ساري په توګه د خاورې په قومي ویشون کې دا په پام کې نه نېول کېدل، چې په هغه او یا دغه خاوره کې د کوم قوم اوسیدونکي ډېر دي. او دا هم په پام کې نه نېول کېدل، چې قرغزان له کومو سوداګریزو مرکزونو سره د اړیکو د لرلو زیاته لېوالتیا لري او تاجکان له کومو مرکزونو سره. سر بېره پر همدې د پولې د ټاکلو او په نښه کولو کمیسیون د پولې کرښه، له کچې ډېره کږه وږه کښلې ده. دغه غلطۍ او تېروتنې په شوروي زمانه کې دومره زیاتې نه ښکارېدې، ځکه چې هغه وخت، د شوروي اتحاد د جمهوریتونو ترمنځ پولې د اداري ویشون کرښې وې. د شوروي اتحاد په زمانه کې ډېر وخت داسې پېښېدل، چې د (ساوخوزونو) د رییسانو د تړونونو پر بنسټ به ځمکې له یوه لاسه بل لاس ته ورتلې. خو اوس په همدې تړاو د لوریو ترمنځ په دولتي پوړۍ لانجې راپورته کیږي او د مسألې حل نشي پیدا کولای. دوی د خبرواترو په بهیر کې د بېلابېلو کالونو د نقشو پر بنسټ د مسألې په تړاو د خپل دریځ په ملاتړ دلیلونه وړاندې کوي. نعمت میرسعیدوف په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې زیاتوي:

یو لوری د ډېر پخواني وخت نقشې وړاندې کوي، او بل لوری د وروستیو وختونونقشې. او دغه کار په خپل وار د پولې د ټاکلو په مسأله کې ستونزې او خنډونه ډېر کړي دي. کله چې پخواني شوروي جمهوریتونه خپلواک هېوادونه شول، نو هغو وګړو، چې په دغه خاوره کې ژوند کوي، د ځمکو پر سر له یو بل سره په مبارزه کې ښکېل شول او د اوبو د وېشون پر سر هم پرابلمونه راپیدا شول. په ریښتیا هم وضعه ډېره پېچلې شوې ده.

.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *