د افغانستان د دفاع وزارت ویاند یوې ګډې خبري غونډې ټه وویل، د هلمند سنګین ولسوالۍ ته یې هوايي کوماندو او هوايي ځواکونه استولي، چې د حکومت له کنټروله له وتلو مخه ونیسي. د کورنیو چارو وزارت هم وايي هلته یې نور ځواکونه لېږلي150628120040_seddiqi_moi_624x351_moi.

وړاندې د سنګین امنیه قومندان وویل، که ژر مرسته ورونه رسېږي، سنګین به سقوط وکړي او مېشت ځواکونه به ژوندي ونیول شي.

د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارت ویندویانو کابل کې خبریالانو ته وویل، د هلمند سنګین ولسوالۍ ته یې هوايي او کومانډو ځواکونه استولي، چې دا ولسوالۍ د طالبانو لاس ته له لوېدو وژغوري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، د هلمند سنګین ته نور ځواکونه استول شوي، خو سنګین ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته نه ده لوېدلې.

وړاندې د سنګین امنیه قومندان بي بي سي ته وویل، که دوی ته ژر نور ځواکونه ونه رسېږي، ‌‌‌ډېر ژر به دا ولسوالي سقوط وکړي او هلته مېشت سرتېري به ژوندي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

دولت وزیري وویل: ” سنګین کې جګړه ده، موږ نه دي ویلي، چې جګړه نه شته، په مارجه واشیر، ګرشک او خانشین کې جګړه ده، په ټولو ولسوالیو کې جګړه ده، موږ منکر نه یو، زموږ ځواکونه شته، هلته په جګړې بوخت دي، نن سنګین ته زموږ د کوماندو او هوايي ځواکونه ورغلي دي. “

هلمند سنګین ولسوالۍ امنیه قومندان وايي، سنګین ولسوالۍ د کلابندۍ په حالت کې ده، چې په وینا یې هېڅ مهمات نه لري او له دوو ورځو راهیسې یې په ډوډۍ څکه هم نه ده کړې.

محمد داود وویل، که چېرې ژر پوځي مرسته ورونه رسېږي، شاید ورسره کلابند سرتژري ژوندي د طالبانو لاس ته ولوېږي.

لومړی څارن محمد داود وايي، یوازې امنیه قومنداني او د ملي اردو کنډک د دوی په لاس کې دي. بازار ټول تړلی او د ولسوالۍ له نظام قراول نه دوی د وتلو توان نه لري.

وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې تېره شپه اته بجې یې د سنګین امنیه قومنداني نیولې ده.

نوموړی وايي، ټولې لارې پرې تړل شوې او هلته دوی ته مړي او ټپیان په ډېر ناوړه حالت کې پراته دي.

داود مني، چې د ولسوالۍ او د ملي امنیت ودانۍ د طالبانو لاسونو ته لوېدلې دي.

سرچینه وايي، دا جګړه له یوې میاشتې راهیسې روانه ده، چې په وینا یې د دوی نژدې ۳۶۵ کسان وژل شوي او ټپیان دي، چې په دوی کې د ملي اردو، پولیسو او سیمه ییزو پولیسو سرتېري دي.

محمد داود وايي، په امنیه قومندانۍ کې له ده سره شاوخوا ۳۰ کسان پاتې دي او ۲۵ نور د ملي اردو سرتېري په کنډک کې کلابند دي، او ډېری پرسونل یې د جګړې له کبله وتښتېدل، چې اوس له دوی سره ایله ۷۰ کسان پاتې دي.

وسله والو طالبانو هم ويلي چې د سنګين ولسوالۍ بازار او امنيه قومنداني يې نېولې او د ولسوالۍ مرکز ته د ننوتو په حال کې دي.

لوړپوړو امنيتي چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي. د ځینو په وینا، که چېرې دغه ولسوالي سقوط وکړي، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخېدای شي.

په ۲۰۱۰ کال سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو او بریتانوي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې تر ۱۰۰ زيات برتانيايي سرتېري وژل شوي وو، چې بالاخره بیا امریکايي ځواکونه هلته مېشت شول.

هلمند د افغانستان جنوب کې يو له نا امنه ولايتونو ګڼل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په کې ګڼ شمېر جګړې ترسره شوې دي.

سنګين د طالبانو لپاره د اکمالاتو د رسېدو حياتي لاره ده چې د افغانستان خونړۍ تاوتريخوالي ته اوبه ورکوي.

سنګین ولسوالي پر دوه لارې پرته یوه ستراتیژیکه ولسوالي ده، چې د شمالي هلمند لپاره د دروازې حیثیت لري.

د ځینو په وینا، که چېرې دغه ولسوالي سقوط وکړي، موسی کلا، کجکي او نوزاد ولسوالۍ هم له سقوط سره مخامخېدای شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *