د روسيي ولسمشر ويلي اروپايي هيوادونه په بهرني سياست کي خپلواکه ندي بلکي د امريکا او ناتو تر سيوري لاندي فعاليت کوي له دي سره پوتين له اروپايي هيوادونو غوشتي ترخو د ترهگري پر وراندي د روسيي له دريخه ملاتر وکري26

د روسیې له ټلویزیون څخه په یوې مستنده خپرونه کې ولادیمیر پوتین د خبرو پر مهال له اروپایي هیوادونو غوښتي ترڅو په نړیوالو مسایلو کې دډې پر ځای چې د نورو په پالیسیو او غوښتنو پسې لاړ شي باید په خپلواکه توګه ګام پورته کړي. پوتین پر اروپاي پوځیانو د نیوکې ترڅنګ ویلي دوی خپل بهرنی سیاست د امریکا او ناټو په لاس کې ورکړی دی.

ولاديمير پوتين – ” زما په آند دا د اروپایي هیوادونو په ګته ده چې دوی د سیمه ایزو مسایلو او ترهګری پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په خپلواکه توګه ګام پورته او له روسیې سره همکاري وکړي مونږ ددوی د همکاری لپاره چمتو یو.”

د روسیې ولسمسشر د امریکا په مشری په سوریه او عراق کې د داعش پر وړاندې بریدونو ته په نغوتې سره ویلي چې باید ددوی پر وړاندې هر ډول ګام پورته کونه باید د ملګرو ملتونو د قوانینو په رڼا کې وي. پوتین د اوکراین په هکله پر لویدیځ تور لګولی ویلي یې دي چې دوی دډې هیواد د ګټو لپاره نه بلکې د شوري یو ځلې بیا د مخنیوي لپاره د اوکراین په مسایلو کې مداخله کړې ده ده ویلي روسیه د شوروي بیا ځلې رامنځ ته کیدو په لټه کې نده

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *