د سوریې په جګړې کې سل ګونه ډاکټران وژل شوي

329E45B1-CF69-40D2-87FD-B373B42580D5_w640_r1_s_cx0_cy4_cw0په سوریې کې د طبي مرستو او خیریه مؤسسې یوه ډله وایي ” پدې تیرو څو میاشتو کې په روغتونونو او صحي کار کوونکو بریدونه زیات شویدي.” فعالین وایي ” یوازې د اکتوبر په میاشت کې په روغتونونو شپاړلس بریدونه شویدي.”

په سوریې کې مبازین وایي چې د ۲۰۱۱ کال نه راپدیخوا چې کورنۍ جګړه پیل شوې، په روغتونونو، صحي کار کوونکو او امبولانسونو په هغو سیمو کې بریدونه زیات شویدي چې د حکومت د کنترول نه بهر دي. مبارزین وایي دا بریدونه په یوې جنګي وسیلي بدل شوي.

ډاکټران پدغو سیمو کې وژل شوي ، شکنجه شوي او یا د حکومت لخوا بندیان شویدي.”دغه مبارزین وایي امبولانسونه او روغتیایي مرکزونه په سیستماتیکه توګه په الوتکو او توغندیو ویشتل شویدي او په ځینو ځایونو کې روغتیایي مواد لوټ شویدي.”

مبارزین وایي چې په سوریې کې د جګړې د پیل نه راپدیخوا”۶۸۷ روغتیايي مامورین وژل شوي چې ۲۵۴ یې ډاکټران و.”دوی وایي چې د ر وغتیایي چارو په ۳۲۹ نورو مامورینو بریدونه شویدي. “نوي په سلو کې ډاکټران د سوریې نه وتلي او هغوی چې لا هم هلته پاتې دي، وایي چې ژوند یې په خطر کې دی. “

د روغتیایي خدماتو او مرستندویه ادراو د اتحادېې مشر توفیق شاماس وایي ” پنځه نوي په سلو کې دغه بریدونه او وژنې د سوریې د حکومت لخوا شویدي.”

ښاغلی شاماس وایي چې یوازې د اکتوبر په میاشت کې د سلو زرو نه زیات خلک د حلب په ښار کې بې کوره شول او په ټولې سوریې کې یوولس میلیونه خلک عاجلو طبي مرستو ته اړتیا لري.

“همدا اوس په سوریې کې د دریو میلیونو نه زیات ماشومان، امیدواره او هغه میرمنې د خوراکي موادو د کمښت له وجې د سوی تعذي د لوړ خطر سره مخ دي چې ماشومانو ته شیدې ورکوي.

د نیم میلیون نه زیاتې امیدواره میرمنې د جګړې له وجې بې کوره شویدي او د روغتیايي آسانتیاوو د نه شتون له وجې ماشومان حتی د تنفسي ناروغیو له وجې هم مري. اکثره ماشومان پدې خاطر هم مري چې څوک نشته هغوي ته دارو درمل ورکړي. “

نوي په سلو کې ډاکټران د سوریې نه وتلي دينوي په سلو کې ډاکټران د سوریې نه وتلي دي

د امریکا د جان هاپ کنز په پوهنتون کې د بشري حقونو، روغتیا او شخړې د څانګې مشر لیونارډ روبنسټن وایي د تیرو شلو کالونو راپدیخوا یې د چیچنیا، غزي او د بالکان په هیوادونو کې د جګړې پر مهال د روغتیایي حالاتو په اړه څیړنې کړیدي.

ښاغلی روبن سټن وایي پدغو شلو کالونو کې ” دومره خراب وضعیت” ندی لیدلی لکه اوس چې په سوریه کې دی.

” تر کومه حده چې زما یادیږي، تر اوسه په هیڅ یوه هیواد کې په روغتیایی مرکزونو دوه سوه د توغندیو او الوتکو بمباردمان ندی شوی. تر اوسه په هیڅ هیواد کې داسې څه ندي پیښ شوي چې حتی لس ګونه د روغتیايي چارو مامورین دې ووژل شي، خو په سوریه کې په سلهاوو وژل شویدي. “

ښاغلی روبن سټن وایي، د هغې ورځې راهیسې چې روسیې په سوریې کې پوځي مداخله کړې، وضعیت نور هم خراب شوی.

دی وایي “د کارټر سنټر د معلوماتو له مخې د روسیې د هوایي ځواکونو پنځه اتیا په سلو کې بریدونه په هغو ځایونو کیږي چې د سوریې د رژیم د مخالفینو په لاس کې دي او د اسلامي دولت په ډلې دومره بریدونه نه کیږي.”

ښاغلی روبن سټن همدارنګه وایي چې د روسیې په هوایی بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ روغتونونه او روغتیایي مرکزونه تباه شویدي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *