تظاهرات فلسطيني ها در قدس اشغالي

له فلسطينيانو سره د نړيوال يوالي د ورځې په رارسيدو سره د په نيولو شويو سيمو او غزه کي لاريونونه تر سره شوي دي

لاريون کونکو د فلسطيني سيمو د نيواک گړی د پاي ته رسولو غوښتنه کوله   د فلسطين دولت هم له نړيوالې ټولنې په دي برخه کي د کوټلو گامونو د پورته کولو غوښتنه کوله

ملګرو ملتونو د نولس سوه اوه څلویښتم کال د نوامبرپه نهویشتمه د یوه بل تر ځنګ د اسرایلي او فلسطیني هیوادونو د رامنځ ته کیدو پریکړه کړې ده نو له دې مخې دا ورځ له فلسطینیانو سره د نړیوالو د یوالي په نامه نومول شوې ده. ددې ورځې په رارسیدو سره تیره ورځ د فلسطین او نورو هیوادونو په ځینو سیمو کې په دې تړاو لاریونونه

تظاهرات فلسطيني ها در قدس اشغالي
تظاهرات فلسطيني ها در قدس اشغالي

تر سره شوي او فلسطینیانو یوځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو د اسرایلو نیواک ګری ته د پای ټکی کیږدي.

د فلسطین بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره له نړیوالو غوښتي ترڅو د فلسطین به هکله خپل حقوقي او اخلاقي مسولیت درک او د فسلطینی ستونزې د هواری لپاره جدي ګامونه پورته کړي. فلسطینیان په داسې حال کې له دې ورځې نمانځنه کوي چې په دې سیمه کې د دواړو خواوو ترمنځ شخړو ته زور ورکړل شوی دی او نږدې دوه میاشتې وړاندې د فسلطین په نیول شویو سیمو کې له سلو ډير اسرایلیان او فلسطینیان وژل شوي دي. بله خوا ویل شوي چې نن سهار هم د اسرایلي سرتیرو له لوري یو فلسطینی ځوان وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *