ترکيي له اروپا سره ژمنه کړې چي له دي لاري به اروپا ته د کډوالو مخنيوی کوي له دې سره اروپايي ټولني هم ترکيې ته د امتياز ورکولو ژمنه کړې ويلي يي دي په دي هکله له ترکانو سره د درې ميلياردو يورو مرسته کوي

د بروکسل د تیرې شپې په ناسته کې ترکیې او اروپایي ټولنه هوکړېJamNewsImage21563678 ته سره رسیدلي په دې ناسته کې ترکیې منلې که چیرې اروپایي ټولنه دوی ته ځینې امتیازونه ورکړي او له دوی څخه سیاسي ملاتړ وکړي د کډوالو پر مخ به د خپلو پولو تړلو ته زور ورکړي او هغه کډوال چې اوس مهال په ترکیه کې دي په خپل هیواد کې وساتي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داود اغلو په دې ناسته کې ددوی او اروپایي ټولنې ترمنځ هوکړه یوه تاریخي هوکړه ښودلې ده.

له دې سره د اروپا کمیسیون ریس هم ویلي په ترکیه کې د کډوالو ستونزو د هواری لپاره به دوی درې میلیارده یورو له ترکیې سره مرسته وکړي

ينس کلاود يونکر – ” مونږ له ترکیې سره د مرستې په موخه درې میلیارده یورو چمتو کولو ته چمتو یو ددې دریو میلیاردو ډالرو ورکړه له کوم قید او شرط پرته تر سره کیږي او لګښت به یې هم د دواړو خواوو له لوري تر سره شي.” کليپ ۱

د ترکیې لومړي وزیر هم ویلي: د تر سره شوې هوکړې له مخې ترکان له کومې ویزې پرته د شنګن هیوادونو ته سفر کولای شي ده ویلي له اروپایي تولنې سره د ترکیې د یوځای کیدو خبرې به هم له سره پیل شي ده ویلي ترکیه او اروپا له ګډ برخلیک سره مخ دي او له دې ټولنې سره د ترکیې یو ځای کیدل په نړیوالې سولې اغیزه وکړي

احمد داود اغلو – ” مونږ له ترکیې سره د یوځای کیدو لپاره بیا هڅې پیل کړې دي مونږ په دې هوکړه کړې چې داروپا په ګاونډ کې به د بې ثباتی او دې ټولنې ته د کډوالو د ورتګ مخنیوي په برخه کې هڅې او همکاري وکړو.” کليپ ۳

د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګړې د ریپوټ له مخې په روان کال کې اوه سوه شل زره کډوال د اروپا په لور خوځیدلي چې ډيری یې د ترکیې له خاورې په تیریدو یونان او له دې وروسته نورو هیوادونو ته رسیدلي دي

اوس مهال ډيری افغان سوریي پاکستاني ایراني بنګله دیشي او د نورو هیوادونو کډوال په ترکیه کې میشت دي او له دوی څخه ډیر یې اروپا ته د تګ هڅې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *