تحلیل (څیړنه): د خبرو له میزه د ملا اختر منصور تیښته

تحلیل (څیړنه): د خبرو له میزه د ملا اختر منصور تیښته

د طالبانو مشر او هغه کس چی په تیرو دوه کلونو کې د ملا محمد عمر په نشتون سره د دوی د خوخشت له مخی د پخلاینې په خبرو کې شتون درلود، مولوی اختر محمد منصور، تیره اونۍ په خپل پیغام کې چې د اختر په ویاړ یې خپور کړی وو له پخواني دریځه ګرځیدلی دی. ملا منصور هغه کس دی چې په تیرو دوه کلونوکې او په ځانګړې توګه د ښآغلي غني د حکومت په یو کلنۍ کې یې د سولې د بهیر مدیریت کاوه او په دې خبرو کې یې د طالبانو استازو ته باور لیک ورکړی وو او هرڅه په چین او اسلام آباد کې پای ته رسیدلي وو.

خو کله چی د ملا عمر مړینه په داګه شوه او ملا منصور یې ځای ناستی شو د طالبانو ډلې ډیرې هسکې او ټیټې ولیدلې. ملا منصور په غیر مشروع امارت تورن شو او حتی تیره اونی ملا منان نیازی د طالبانو د ناراضیانو په استازیتوب اعلان وکړ هغه کسان چی د ملا منصور تر امر لاندی جنګیږي مجاهدین نه دي ده ویلي زمونږ او ددوی ترمنځ تر دوه له دوه میاشتو راهیسې ستونزې هوارې نشوې او له دې وروسته به دوی په خپلواکه توګه وجنګیږي.

دې پيښو د خبرو بهیر له ستونزو سره مخ کړی وسله وال طالبانو د تیر په څیر په خپلو کې سره یو نه دي او که ددوی نوی مشر د پخلاینې په هکله خپله مخکینی تګلاره خپله کړي نو سیاسي ځان وژنه به یې کړې وي. ملا منصور اوس غواړي خپله ادیولوژیکي څیره له دې هم پیاوړې او قوي کړي او یو ځل بیا د طالبانو پوځي او یواځنی دریځ خپل کړي.

مولوي منصور د تیرې اونۍ په پیغام کې د سولې لپاره داسې شرایط کیښودل چې د سولې لاره یې له ډيریو نورو ستونزو سره مخ کړه. ده ویلي که چیرې پّ ریښتینې توګه حکومت سوله غواړي باید په افغانستان کې د بهرنیانو نیواک ګری ته د پای ټکی کیږدي او له دوی سره ټول پوځي او امنیتي تړونونه لغوه کړي. ده په دې پیغام کې خپلو شمالي ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکړ چې طالبان پر دوی کار نلري او په دې هکله د دوی ډاډ من اوسي.

د حکومت لپاره د طالبانو د مشر شرایط نږدې د منلو وړ او ستونزمن دي. دا روښانه خبره ده چې افغانستان له بهرنیو هیوادونو په ځانګړې توګه له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته ښه ورځ ونه لیده او د پخواني ولسمشر هماغه اندیښنه ریښتیني شوه چې ویل به یې جګړه به ډيره شي او باید د سولې ټینګښت ددې تړون د لاسلیک لومړنی شرط وګڼل شي.

د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته امریکایانو د هغې جګړې مسولیت چې پیل کړې یې وه نه دی منلی او د جګړې ډګر یې د افغانستان حکومت ته پریښود او حتی په ځینو برخو کې دوی د جګړې د تودولو او لمنې پر پراخولو یې تورن دي چې موخه یې د حکومت کمزورتیا ښودل کیږي.

له امریکا سره له امنیتي تړون وروسته په هیواد کې سیاسي نظام کمزوری شو او د جګړو لمن هم د ورځې په تیریدو سره پراخه شوه او د هیواد په نږدې پنځه ویشتو ولایتونو کې د جګړې ډګرونه تاوده شول. د سولې امنیت او دفاع ژمنې یواځې د کاغذ پر مخ پاتې شوې او هیڅکله یې عملي بڼه خپله نکړه. دې ته په کتو سره که چیرې کومه پیښه رامنځ ته نشي او بهرني هیوادونه چې په سر کي یې امریکا شتون لری د اوږدې جګړې د مخنیوي لپآره کوم پلان رامنځ ته نکړي نو لږ تر لږه به افغانستان تر دوه زره څلور ویشتمه د جګړې د ډګر په توګه پاتې وي ځکه چې تر دې مودې تړون لاسلیک شوی. امریکا هم په هیڅ ډول دا نه مني چې له ډيرې مودې وروسته او د خپلو سرتیرو په قربانی سره له افغانستانه بهر شي.

له دې سره ملا منصور د تولو تړون لیکونه د لغوې غوښتنه کړې ده او دا موضع له هند سره د امینتي تړون ته نغوته کوي چې دا تړون هم د هیواد د بهرني سیاست څخه شمیرل کیږي او دا غوښتنه تر یوې کچې د اسلام آباد د چاراکیو غوښتنه په ډاګه کوي.

د ملا منصور پیغام دا په ډاګه کړه چې اوس مهال باید افغان حکومت سولې ته تر ډيره هیله مند پاتې نشي. ځکه پر مرکزي حکومت کورني او بهرني فشارونه په هغه اندازه دي چې نشي کولای د امینتي تړون له خیر او شر څخه ځان خلاص کړي.

حتی که چیرې ومنو چې ناټو او امریکا هم د افغان سولې لپاره له افغانستانه څخه ووځي بیا هم ملا منصور په بشپړه توګه د سولې د ټینګښت آدرس نه شي جوړیدی. دی یواځې د یو شمیر طالبانو مشري کوي. د نورو طالبانو او وسله والو ډلو د جګړې لمن د مولوي منصور د نفوذ له کړیه وتلې ده.

په دې وروستیو دریو میاشتو کې د پآکستان کړنه هم په دې ډول شوې ترڅو افغان حکومت د سولې بهیر ساتنه وکړي. طالبان اوس مهال په څو برخو ویشل شوي دي او دسولې لپاره یوه واحده پته نلري له طالبانو پرته نورې وسله والې ډلې رامڼخ ته شوي دي او د طالبانو په کمزورتیا سره جګړه توده شوې او افغان حکومت په دې ټولو برخو کې پآکستان په لاس لرلو تورنوي.

افغان حکومت اوس په دې پوهیږي چې د پخلاینې په خبرو کې تر ټولو کمزوری اړخ دی. پآکستانیان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هڅو سره غواړي ترڅو دا تشه ډکه کړي او د امتیاز د تر لاسه کولولپاره د ځان لپاره نوره لاره هم هواره کړي. اوس هم په هیواد کې د ستونزو جوړولو او د ناخوالو رامځ ته کولو نښې نښانې لیدل کیږي او دې ته په کتو سره چې د پخلاینې هیڅ اړخ د افغان حکومت په لاس کې نه دی، د خبرو میز ته کښیناستل به هیڅ ستونزه هواره نکړي او نه به هم کومه تشه ډکه کړي. هغه څه چې د شخړو په ډګر کې تر لاسه کیږي د یپلوماسۍ پر میز امتیاز تر لاسه کوي او افغان حکومت په تیر یوه کال کې نه یواځې چې کومه لاسته راوړنه یې درلوده بلکې پخوانۍ تګلاره او دریځ یې هم کمزوری شوی دی، دې ته په کتو او د حکومت اوسنۍ حالت ته پام سره، بلخوا د طالبانو ترمنځ د واټن رامڼخ ته کیدو له مخې د پخلاینې خبرو لپاره اوسنۍ حالت ناسم بریښي او دې خبرو ته په ښه توګه لاره نه ده هواره.

دا هم ویلی شو چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې داوسنیو حالاتو په پرتله په ښه توګه له پاکستان او طالبانو سره د خبرو لاره هواره وه او که چیرې د حامد کرزي حکومت د پخلاینې په برخ کې جدي وی او د سولې او جګړې بهیر یې جدي نیولی وی او له لاسته راوړنو او حالتو یې په ښه توګه ګټه پورته کړې وی نو هغه مهال د پخلاینې خبرو لپاره ښه لاره هواره وه چې له لاسه ووتله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *