کندهارکې د پولیو یو واکسیناتور وژل شوی او ۶ټپيان شوي

سږکال د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوي دي.سږکال د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

د کندهار ولایت سیمه ایز چارواکي وایي د دغه ولایت د تخته پل په ولسواکۍ کې تیر ماښام د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ په خلاف د کمپاین یو روغتیایي رضاکار وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دا پیښه د کندهار ولایت د تخته پُل ولسوالۍ په ملایت سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلاء وويل چي د واکسین ۷ تنه رضا کاران او کار کونکي تیر ماښام په یوه سراچه موټر کي د کار له سیمي څخه د ولسوالۍ مرکز ته د تګ په حال کي وو چي د سپرلۍ موټر يې د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شوو.

عبدالقیوم پخلاء وايي د دوو ټپيانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د پیښي ټپیان په میرویس حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندي دي.

د ډاکتر پخلاء پر وینا، د واکسین یاد رضا کارانو له تیرو ۴ ورځو راهیسې په سیمه کي د IPV واکسین په تطبیق بوخت وو.

د کندهار د پوليسو ویاند ضیا دُراني امریکا غږ ته وويل، ځای پر ځای شوی ماین د دولت وسله‌والو مخالفینو تازه ښخ کړی وو، چې د واکسین رضاکاران یې قُرباني شول.

ضیا دُرانی وايي، له پيښې وروسته پولیس سیمي ته ځانونه ورسول او ټپیان يې د شپې ناوخته روغتون ته ولیږدول.

د ښاغلي دُراني پر وینا د ماین چاودنې اصلی هدف د واکسین رضاکاران نه وو.

هغه وویل “دا یوه تصادفي پېښه ده ، دا د مخالفینو ړانده ماینونه دي چي اکثره وخت يې زموږ عام خلک قرباني وي، کلیوال، کروندګر، ماشومان، عامه سپرلۍ او دا دی اوس يې د واکسین رضاکاران قرباني شول.”

په جنوبي ولایتونو کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د عامه اړیکو مسئول سید کمال شاه دا یښه دردوونکې ووبلله او و یې ویل، تمه لري چې دا پیښه د واکسین په روان کمپاین کي کوم ځنډ رامنځ ته نکړي.

دا په کندهار کې د واکسین پر رضاکارانو او کارکونکو د ماین چاودنې لمړنی پیښه ده چې رامنځ ته کیږي.

تر دې مخکې د دولت وسله والو مخالفینو په کندهار کې د څه باندې ۲ میاشتو لپاره د واکسین پر کمپاین بندیز لګولی وو.

وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په کندهار کي د تخته پل په ګډون په ۸ ولسوالیو کي د   IPV یا د ستنې له لارې واکسین له تیرو ۴ ورځو راهیسې دوام لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *