پروان: شخصي دښمنۍ ۲ مړه، ۳ ټپيان كړل

پروان: شخصي دښمنۍ ۲ مړه، ۳ ټپيان كړل د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له كبله ۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان د جبل السراج جنايي مسوول قوماندان زمان وايي، تېره شپه په یاده ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ غړي د خپلوانو له واده وروسته په لاره د بلې دښمنې كورنۍ د كمين ښكار شوي دي: (( دا پېښه د شخصي دښمنۍ له كبله رامنځته شوې چې په پېښه كې د اجمل ناصر په نوم سړى او بل كس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.))

نوموړي كليد ته زياته كړه، د پېښې عاملين په تېښته بريالي شي او اوس د دوى څېړنې هم روانې دي خو تر اوسه يې د پېښې په تړاو څوك نه دي نيولي.

د قومندان زمان په وینا په روانه میاشت کې په یاده ولسوالۍ کې د جنايي پېښوګراف لوړ شوی او ځینې دولتی کسان هم د امنیتي ستونزو له كبله خپلو کورونو ته زیات تګ او راتګ نه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *