مشرانو جرګه وایي: د کابل ـ واشنګټن امنيتي تړون بیا کتنې ته ضرورت لري
مشرانو جرګه وایي: د کابل ـ واشنګټن امنيتي تړون بیا کتنې ته ضرورت لري
له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسلیک څخه وروسته په افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سياسي ستونزې د پخوا په پرتله زیاتې شوي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د کابل او واشنګټن ترمنځ لاسلیک شوی امنيتي تړون یوځل بیا غور ته ضرورت لري.
د دغې جرګې غړو وروسته له دوبنيو رخصتيو څخه په خپله لومړنۍ غونډه کې د افغانستان او امريکا پر امنيتي تړون جدي بحثونه وکړل.
د يادې جرګې یو شمېر غړو وویل، چې له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسلیک څخه وروسته په افغانستان کې امنیتي، اقتصادي او سياسي ستونزې د پخوا په پرتله زیاتې شوي.
د مشرانو جرګې غړي حسیب الله کليمزي وویل، چې د امريکا سره په امنيتي تړون کې ستره تاريخي تېروتنه شوې.
هغه زیاته کړه، که چېرې د امريکا سره امنيتي تړون لاسلیکولو نتيجه په افغانستان کې د زرګونه افغانانو د وينې توېدل وي، نو باید ددغه تړون په هکله سره کتنه وشي.
هغه وايي، چې امريکا په کال کې دوه میليارډه ډالره افغانستان ته د امنيتي ځواکونو د روزنې او تجهیز له پاره ورکوي، خو په مقابل کې يې بیا له دوو ميليارډو ډالرو څخه زیاته مرسته له پاکستان سره کوي او دغه هېواد بیا د امريکا له لوري مرستې شوې پېسې د حقاني او نورو تروریستي شبکو روزنو په برخه کې مصرفوي.
په همدې حال کې د مشرانو جرګې بل غړي موسی هوتک هم وویل، چې د امريکا سره امنيتي تړون په افغانستان کې د ډېرو بدمرغيو لامل شوی او د دغه هېواد سره امنيتي تړون د لغوې موضوع په عمومي اجنډا کې شامله شي.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد عالم ایزیدیار د نړېوالو اړيکو کمېسيون ته دنده وسپارله، چې په نږدې راتلونکي کې دې اړوند چارواکي وغواړي او سناتورانو پوښتنې دې ځواب کړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي پرمهال د امريکا سره امنيتي تړون لاسلیک نه شو، ځکه کرزي د دغه تړون د لاسلیکولو په بدل کې له امريکا سره په افغانستان د دايمي سولې او ثبات د تضمين غوښتنه کوله، خو امريکا د دغه تضمين مخالف و.
له چې د ملي وحدت حکومت رامنځ ته شو، نو د نوي حکومت لوړ پوړي چارواکي د خپل کار په لومړۍ اوونۍ کې له امريکا سره امنيتي تړون لاسلیک کړ.