روسیه غواړي افغانستان سره پوځي مرستې وکړي
روسیه غواړي افغانستان سره پوځي مرستې وکړي
د روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د استازي ویلي، دغه هېواد غواړي له افغانستان سره پوځي مرسته وکړي چې په دې مرستو کې به چورلکې هم وي.
دغه خبري اژانس د افغانستان لپاره د ښاغلي پوتین استازي ضمیر کابلوف له خولې لیکلي روسیه دغه موضوع ارزوي او په دې اړه به ژر تر ژره له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي کابلوف وویل:”موږ تمه لرو چې پایلې مثبتې شي·”
په وروستیو کې دافغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم له روسیې غوښتي وو، چې د “اسلامي دولت” ډلې سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.
ښاغلي دوستم خبرداری ور کړی و، چې دغه ډله هڅه کوي د افغانستان له لارې ځان منځني ختیځ او روسیې ته ورسوي.
په افغانستان کې د لویدیځ له ۱۴ کلن ماموریت څخه روسیې ملاتړ کاوه خو په دې بهیر کې یې په افغانستان کې له هر ډول پوځي لاسوهنې ډډه کوله.
د روسیې حکومت اندېښمن دی چې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو په بشپړو وتلو سره به د دغه هېواد ناکرارۍ د منځنۍ اسیا تر هېوادونو ورسېږي او د روسیې سویلي پولې به ناکراره کړي.