د فلسطين حماس غورځنگ د فلسطين ملي کنگري د ځنډولو غوښتنه کړې ده

ټاکل شوې تر يوي اونۍ د فلسطين ملي کنگره د فتح غورځنگ له لوري چي دولت ددوی په واک کې دی رامنځ ته کړي. د حماس مشر خالد مشعل ويلي دا کنگره بايد د ټولو فلسطيني ډلو ترمنځ له يوې هوکړې وروسته رامنځ ته شي

د حماس غورخنگ مشر خالد مشعل په دوحه کي د يوي خبري ناستي پر مهال د فلسطيني کنگري د رامنځ ته کولو د ځنډيدو غوښتنه وکړه وويل: د فسلطین دوه لویې ډلې لکه حماس او فتح چې پّ خپلو کې ستونزې سره لري باید د فلسطین ملي کنګرې له رامنځ ته کیدو مخکې خپلې ستونزې هوارې کړي.

ده زیاته کړې: د فلسطین مسله د فتح او حماس له مسلو لوړه ده او باید د کنګرې رامنځ ته کیدل وځنډول شي. مشعل ویلي: د حماس غورځنګ مشران په هر عربي هیواد کې د فتحې له مشرانو سره خبرو ته کښیني. ده خبرداری ورکړی که چیرې ددوی له خوښې پرته د فلسطین کنګره رامنځ ته شي د یادو ددو ډلو ترمنځ به اختلافات له دې هم ډیر شي. د فتحې غورځنګ ویلي چې د روانې میاشتې په څوارلسمه او پنڅه لسمه نیټه به د فلسطین کنګره رامنځ ته کړي. په تیر شلو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې د فلسطین له لوري په خپلواکه توګه د هغه فلسطینیانو له لوري چې په د ننه او بهر هیوادونو کې میشت دي کنګره رامنځ ته کیږي په دې کنګره کې به له اسرایلو سره د خبرو په څیر مهم مسایل وڅیړل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *