آلمان ويلي د زرگونه کډوالو منل کيدو ته چي په دې ورځو کي ور روان دي چمتو دي خو بايد نور اروپايي هيوادونه هم له کډوالو سره مرستي وکړي

د آلمان لومړۍ وزيري مرستيال خبرداری ورکړی چي د يو شمير اروپايي هيوادونو له لوري د کډوالو د نه منل کيدو پريکړه به سياسي او اقتصادي ستونزي را ولاړې کړي

د افغانستان سوريي عراق ليبيا او يو شمير نورو هيوادونو څخه د يونان له لاري په زرگونه کډوال د ترکیې او یونان له لارې نورو اروپایي هیوادونو ته د رسیدو په موخه ور روان دي. ډیری دا کډول غواړي ترڅو په آلمان او ځینې نورو هیوادونو کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په دې ورستیو څو شپو ورځو کې له شل زره ډير کډوال آلمان او اطریش ته رسیدلي. د آلمان لومړۍ وزیرې په یوه خبرې ناسته کې له ټولو اروپایي هیوادونو غوښتي ترڅو د نړیوالو په هکله داروپایي تولنې د قوانینو له مخې په دې برخه کې خپله ونډه واخلي. دې ویلي: یواځې د ټولې اروپا په همکاری او مرستې سره د کډوالو ستونزې هواریدلی شي. ددې مرستیال هم د کډوالو په هکله د ټولې اروپایي ټولنې پر همکاری ټینګار کړی خو ویلي یې دي آلمان د روان کال تر پایه داته سوه زره کډوالو د منل کیدو وړتیا لري.

انگلا مرکل ویلي: ” مونږ د کډوالو په هکله د ټولې اروپایي ټولنې ځواکمن غبرګون ته اړتیا لرو او مونږ یواځې د اروپایي تولنې په مرسته او همکاری سره کولای شو دا ستونزه پای ته ورسوو.”

سيگمار گابرئيل ویلي: ” مونږ د خپل اقتصادي قدرت او مالي نظام له مخې د کډوالو له ستونزو سره مبارزه کولای شو مونږ په روان کال کې د اته سوه زره کډوالو منل کیدو وړتیا لرو مونږ د اروپا نوې پالیسی ته اړ یو یواځې آلمان اطریش او سویډن باید د کډوالو پیټي پورته نکړي.”

د آلمان لومړۍ وزیرې مرستیال خبرداری ورکړ که چیرې یو شمیر اروپایي هیوادونه د کډوالو د منلو په برخه کې د خپلې ونډې له تر لاسه کولو ډډه وکړي دا مسله به اقتصادي او سیاسي ستونزې له ځان سره ولري او شنګن تړون او د اروپا خپلواکه پولې به تر پوښتنې لاندې راولي

بله خوا اروپایي کمسییون په ټولو اروپایي هیوادونو د کډوالو د ویشلو پلان رامڼځ ته کړی. ددې پلان له مخې له هغه یو سل شپتو زرو کډوالو څخه چې اروپایي ټولنې ته رسیدلي آلمان باید څلویښت او فرانسه باید له دیرشو زرو ډیر کډوال ومني. د فرانسې ولسمشر هم ویلي: دوی به هم په زرګونه کډوالو پناه ورکړي

فرانسوا هولاند ویلي: “د اروپایې کمیسیون د راتلونکو څو کلونو لپاره د یوسل شلو زرو کډوالو د منل کیدو پلان رامنځ ته کړی دی چې په دې کې به د فرانسې ونډه څلور ویشت زره وي مونږ د ژمنو له مخې دا پریکړه منو.”

د بریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون پارلمان ته په خپلو خبرو کې ویلي: دوی به تر دوه زره شلم کاله د شلو زرو په شاوخوا کې کډوال ومني. ډيری کډوال د هنګري له لوري د لویدیځې اروپا په لور روان دي او دا هیواد تر سخت فشار لاندې دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *