افغان امينتي ځواکونو له قيصار ولسوالي څخه شاتگ کړی د ملي اردو مسولينو ددي شاتگ لامل له وسله والو طالبانو سره د ولسي څواک له جگړې دده ښودلې

همدارنگه سيمه ايزو مسولينو ويلي چي کيداي شي دير ژر قيصار ولسوالي د طالبانو لاس ته ولويږي

د قصیار ولسوالی شاخ خواجه کینتي چیچک تو اخترخان بازارونه د چهار شنبی په ورځ د هیواد امینتی خواکونو لاس ته ورغلی وو خو په شمال کې د ملی اردو دوه سوه نهم قول اردو د لومری لوا قومندان جنرال شرین شاه کوهبندی ویلی: ملی اردو دا سیمی له نیولو وروسته سیمه ایزو پولیسو او ولسی ځواک ته وسپارلې ترڅو یې ساتنه وکړي. خو له دې سره چې ملي امینت سیمه ایزو پولیسو او ولسي ځواک ته ډیرې پیسې او نور امتیازات ورکړل دې کسانو د طالبانو پر وړاندې له مقاومته ډډه کړې او طالبانو یوځل بیا دا سیمې نیولې دي. دوی زیاته کړې سیمه ایزو اوسیدونکو د اته سوه کسانو د نوم لړ په چمتو کولو سره ژمنه کړې وه چې د قیصار او غور ماچ ولسوالیو د خینو برخو امنیت به خوندي کوي ده ویلي دې کسانو پر خپلو وسله والو پیسې نه دي ویشلې او ددوی وسله والو هم له جګړې ډډه کړې ده.

بله خوا د قیصار ولسوالی سیمه ایزو اوسیدونکو د ملي اردو په عملیاتو نیوکه کړې ویلي یې دي: دوی ځینې حساسې سیمې پریښې سیمه ایزو پولیس او ولسي ځواکونه یې یواځې پریښې دي دې چارواکیو خبرداری ورکړی که چیرې حکومت ددې سیمو امینت ته جدي پاملرنه ونکړي نو ډیر ژر به دا ولسوالی د وسله والو لاس ته ورشي ددوی په آند د قیصار ولسوالی له سقوط سره سم به المار ولسوالی هم طالبان ونیسی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *