ماليي وزير او دملگرو ملتونو استازي د سام ناسته گټوره ښودلې ده د ماليي وزير اکليل حکيمي ويلي: د سام په ناسته کي له نړيوالي ټولني سره دافغانستان ژمني تر څيړني لاندي ونيول شوې او دا آزموينه بريالي وه په دې ناسته کې د مالیې وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د سام له ناستې خوښي څرګنده کړې ده. د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ویلي: په دې ناسته کې ټولې ژمنې څيړل شوې او نړیوالې ټولنې د افغانستان له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې ده. دوی ویلي: له فساد سره مبارزه ددې ناستې له اصلي موضوعاتو څخه شمیرل کیده. او افغان حکومت اړ دی ترځو په دې برخه کې کوتلي ګامونه پورته کړي. له دې سره ښآغلي حکیمي د هیواد په ګمرکاتو کې د نویو پلانونو د رامنځ ته کیدو خبر ورکړی. د ګمرک کارکونکو د ظرفیت لوړوالی، د نوي او پرمختللي سیستم رامنځ ته کول، له ګاونډویو هیوادونو سره د مالوماتو شریکول او د ګمرکي مسولینو د شتمنیو ثبت له دې پلانونو څخه شمیرل کیږي. له دې سره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولاس هیسم د لوړ پوړیو غړیو ناسته ډيره مهمه وښوده وویل افغان حکومت یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې د پاملرنې به راګرځولوو کې خپله وړتیا وښوده. ده وویل: وزیرانو د بشر حقونو استازو او مدني ټولنو په دې غونډه کې خپل وړاندیزونه او نیوکې وړاندې کړې. د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازي په وینا افغان حکومت له اداري فساد سره په جدي ټوګه مبارزه پیل کړې او ترا وسه په دې برخه کې تر ډيره بریالی وو. په دې ناسته کې د مالیې وزیر ویلي تر نږدې راتلونکې به دوه نورې غونډې هم تر سره شي او په دې ناستو کې به نړیواله ټولنه د هیواد له پوځي او ملکي برخو سره د مرستې ژمنې وکړي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *