د چين دولت نن د خپلي بريا او په دوهمه نړيواله جگړه کي د چاپان د ماتي اويايمه کليزه ونمانځله   په دي مراسمو کې د نړۍ ديرشو استازو هم گډون کړی وو او دې هيواد پر مختللي وسلې او مهمات نندارتي ته وړاندې کړل

په دې مراسمو کې چې په نړیواله دوهمه جګړه کې د چاپان د ماتې په موخه تر سره شوې وو د چین دولت خپله وسله او د بیلا بیلو اړخونو پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ. په پوځي رسم ګذشت کې دولس زره سرتیرو ګډون کړی وو په دې مراسمو کې دوه سوه الوتکې او په سلګونه ټانکونه نندارې ته وړاندې شول. د چیني رسنیو د ریپوټونو له مخې، دا لومړی ځل دی چې چین هغه وسلې او پوځي توکي نندارې ته وړاندې کوي کوم چې په خپله ددې هیواد له لوري جوړ شوي دي. په دې مراسمو کې د چین ولسمشر شي پينګ وویل: اویا کاله مخکې د فاشیزم پر وړاندې جګړه بریالی شوه.

شي جين پينگ ویلي: ” اویا کاله مخکې چینایانو د جاپان د تیرې پر وړاندې بریا تر لاسه کړه دا بریاله څوارلسو کلونو او ډيرو سختیووروسته تر لاسه شوې ده او د نړیوالې دوهمې جګړې چې فاشیستي وه زمونږ هیواد خپله بریا اعلان کړه.”

په دې مراسمو کې د نړۍ دیرشو لوړ پوړیو چارواکیو د ملګرو ملتونو لوی منشی بانکی مون د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سویلي کوریا ولسمشر ګډون کړی وو. د چین ولسمشر په دې مراسمو کې وویل: باید له تاریخ څخه دزکړه وکړو او په نړۍ کې د سولې لپاره لاس په کار شو.

شي جين پينگ زیات کړې: ” مونږ باید له تاریخ خخه زدکړو او د سولې لپاره لاس په کار شو. مونږ باید د سولې لپاره په دې فکرچې مونږ ټول ګټه راتلونکې لرو هڅې پیل کړو. تعصب تبعیض او جګړه ناورین رامنځ ته کوي خو یوه بل ته درنښت   مساوي توب سوله ایز پرمختګ او د یوه بل منل هوساینه رامنځ ته کوي.”

د چین ولسمشر ویلي: هیواد یې په نړیواله کچه د سولې او امنیت په برخه کې ژمن دی او هیڅکله به د نیواک ګری او پر نورو د واکمنۍ هڅه ونکړي. ده ویلي که چین هر څومره ځواکمن شي د نیواک ګری په لور به لاړ نشي او له ټولو هیوادونوسره به د ښو اړیکو د رامنځ ته کولو هڅه وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *