د افغانستان لپاره د اقتصادي سيمه ايزې همکاري شپږمه غونډه نن په کابل کي پيل شوه دا غونډه چي د افغانستان له لارې د وريښمو قلمرو په نامه هم ياديږي د افغان لوړ پوريو چارواکيو، د نړۍ ديرشو هيوادونو او څلويښتو نړيوالو بنسټونو د استازو په گډون د دوه ورځو لپاره پيل شوې ده

بهرنیو چارو وزارت نن «د افغانستان له لارې د وریښمو قلمرو» شپږمې ناستې کوربه وو. د ایران کورنیو چارو وزیر، د پاکستان ملي امنیت سلاکار، د هند بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د نړۍ له اویا هیوادونو او بنسټونو استازو په دې غونډه کې ګډون کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت په وینا: سیمه ایزو کارپوهان به، په سیمه ایزو مسلو لکه: له یوه بل سره د سیمې هیوادونو نښلیدل، سیمه ایزې انرژی، طبعي زیرمو، له افغانستانه د سیمه ایزو هیوادونو ملاتړ او د سوداګری په پیاوړتیا خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي ددې مراسمو په پرانستونکي وینا کې وویل سیمه ایز هیوادونه خپلې دې موخې ته د رسیدو لپاره اوږده لاره په مخ کې لري خو لاسته راوړنې یې هم مثبتې وي. دوی سیاسي حساسیتونه د سوداګری په لار کې خنډونه ښودلي ویلي یې دي که چیرې د سیمه ایزو هیوادونو وترمنځ اړیکې پیاوړې شي ددې هیوادونو د پرمختګ لپاره به ښه چانس وي.

د بهرنیو چارو وزارت اعلان کری چی په دی غونډه کې به په افغانستان کې د پلي کیدونکو پروژو په هکله خبرې ونشي بلکې ددې ناستې موخه د پروژو تمیول او په سیمه ایزو هیوادونو کې د ودې لپاره د ښو چانسونو څخه ګټه پورته کولو په تړاو خبرې ده.

د بندرونو ځواکمنول، ترانزیتي امکانات، د چین، قرغستان تاجکستان افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي پتلی غځول او د ترکمنستان له لارې د لارجوردو لارې جوړول چې سیمه له خزر سمندر او اروپا سره نښلوي د ننی ناستې له اصلي موضوعاتو څخه شمیرل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *