څیړنه (تحلیل): د لبنان ستونزې دوام

د بیروت زباله دانی ددی هیواد د نیم بنده سیاسی نظام او دولت ستوڼي ته فشار ورکوي د لبنان لومړي وزیر خبرداری ورکړی که چیرې په دې هکله د هیوادوالو لاریون یې پای ته ونه رسول شي له خپلې دندې به استعفا وکړي او دولت به یې څنډې ته شي پوښتنه دلته ده که چې د لبنان لومړی وزیر له خپلې دندې لاس په سر کیږي نو ولي ددې هیواد سیاسي نظام له ګواښ سره مخ کیدای شي؟

که دا ومنو چې د لبنان لومړي وزیر له خپلې دندې استعفی ورکړه ددې هیواد د اساسي قانون له مخې دی باید نوی لومړی وزیر وټاکي لبنان له دوه کلونو راهیسې ولسمشر نلري ددې هیواد سیاسي ګوندونه د ولسمشر په ټاکلو کې پاتې راغلي خو که لومړی وزیر هم له دندې لاس واخلي په دې هیواد کې به سیاسي ستونزه رامنځ ته شي.

د دولت سلام حکومت په ډيرې سختی سره رامنځ ته شوی دی ځکه چې لبناني ډلې یوې هکړې ته سره رسیدلې وي او له دې مخې حکومت رامنځ ته شوی دی لبنان له کورنی جګړې وروسته د ډیریو واټونو لامل شو خو سیاسي ګوندونو له دې سره چې ډیری ستونزې یې درلودې خو دا وړتیا یې لرله ترڅو د لبنان له کلیاتو ساتنه وکړې له دې سره چی دوی پر هرې څوکی تر یوه یا دوه کلونو اختلافات سره درلودل خو دا مسله ددوی ترمڼځ د جګړې لامل نشوه او د سیاسی ستونزو تر کچې پاتې شول.

خو اوس په لبنان کې وضعیت د پخوا په پرتله نه دی بلکې بدلون یې کړی دی په لبنان کې لږه بې ثباتي کولای شي دا هیواد له یوې بلې کورنۍ جګړې سره مخ کړي سوریه چې په منځني ختیځ کې د جګړې تود تنور دی د لبنان له ګاونډیو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او لبناني ډلې هم د سوریې په هکل په خپلو تر ډیره مخالفتونه لري له بلې خوا همدا سوریې تر څه مودې وراندې په لبنان کې پوځي شتون درلود او ددې دواړو هیوادونو برخلیک له یوه بل سره تړلی دی.

د سیاسي بیثباتی په دې وضعیت کې که چیرې لومړی وزیر له خپلې دندې لاس واخلي د سوریې حالات به هم پر دې هیواد سیوری وغوړوي او دا هیواد به له کورنی جګړې سره مخ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *