تحلیل (څیړنه ): د ترکیې په ټاکنو کې د اردوغان ماته

دوه نیمې میاشتې مخکې ټاکنو د اردوغان هیلې له خاورو سره خاورې کړې اردوغان چې په دې وروستیو کې د ترکیې ولسمشر شوی وو غوښتل یي د ډیریو رایو په تر لاسه کولو سره ددې هیواد نظام له پارلماني څخه ریاستي ته را وګرځوي دې بدلون د پآرلمان له دریو دوه برخې پلویانو ته اړتیا درلوده د اردوغان ګوند په تیرو ټاکنو کې یواځې د نظام د بدلون لپاره بشپړې رایې تر لاسه نکړې او نه یواځې دا بلکې ویي نشو کولای چې له ایتلاف پرته د حکومت د رامنځ ته کیدو لپاره بشپړې رایې خپلې کړي تر تولو بدتره خبره خو داده چې حتی دده ګوند د نورو سیاسي ګوندونو په ملتیا د ایتلافي حکومت په رامنځ ته کولو کې هم پاتې راغلی.

اوس اردوغان د بیا ټاکنو د تر سره کیدو اعلان کړی دی دی چمتو دی ترڅو یوځل بیا ډګر ته را ووځي او خپل بخت وآزمویي دی اوس په دې تمه دی چې ترکان به داځل ده ته د خوښی مخ ورښکاره کړي او کیدای شي دا خل ده ته خلک ډیرې رایې ورکړي.

خو ترکان له اردوغانه په تیښته کې دي ده له ډې سره چې په دې وروستیو کې یې په ترکیه کې ډيرې لاسته راوړنې درلودې په دې وروستیو کې یې د ترکان عواید له یولس زره ډالرو څخه اتو زرو ډالرو ته را ټیټ کړل او ترکیې نور اسهام یي هم بیرته نهو مخکینو کلونو ته ورګرځولې او کچه یې ټیټه کړې ده.

په سیاسي برخه کې هم اردوغان د سوریې په مسله کې دومره مخ ته لاړ چې د ترکیې ملي حاکمیت او امنیت یې له ګواښ سره مخ کړ په دې وروستیو کې د علویانو کردانو او اعرابو ترمنځ د سوریې د ویشو خبرې ډیرې دي او که چیرې کردان له سوریې بیل شي د ترکیې له کردانو سره یې ګدې پولې ته په کتو سره ترکیه هم د خپل هیواد د یوې برخې د له لاسه ورکولو سره ګواښ سره مخ کیږي.

ترک ملي پاله او د ترکیې سکولاران اردوغان شتون د ګواښ رامنځ ته کیدو لامل بولي دی څه موده وراندې د کارګر ګوند او ددې ډلې له بندي مشر عبدالله اوجالان سره خبرو ته کښیناست. د اردوغان دې کړنې ډیر لوړ مرام غوښت خو دی له دی برخې تیر شو او له کردانو سره یي خبرې پیل کړې. خو کله چې د سوریې جګړه پیل شوه د اردوغان تګلارې هم ورو ورو بدلون وکړ اوس دی له پي کې کې سره په جګړه بوخت دی او له کردانو یې د داعش پر وړاندې په جګړه کې هم ملاتړ ونکړ او حتی له داعش په ملاتړ تورن شو.

په ترکیه کې هم ترهګریز بریدونه ډير شوي او ددې هیواد کورنۍ امنیت له ګواښونو سره مخ شوی دی اردوغان په داسې حالاتو کې زره ځواکمن کړی او تیره اونۍ یې یو ځل بیا د ټاکنو د تر سره کیدو فرمان صادر کړ کیدای شي دده بخت له دوه نیمو میاشتو وروسته بیا را ویښ شي تر لړم میاشتې ډير وخت نه دی پاتې او ترکېې ستونزې دومره ډیرې دي چې اردوغان په یواځې سره نشي کولای دډې ستونزو یوه برخه له منځه یوسي د اردوغاان په مشری د عدالت او پرمختګ ګوند کولای شي په همدي تم ځای کې پاتې شي او د اردوغان مخالفت ایتلاف را ډګر ته شي دا به هغه ایتلاف وي چې د اروغااان ولسمشری به یي پر وړاندې کوم صلاحیت ونلري د ترکیې پآرلماني نظام ته په کتو سره د دډې هیواد ولسمشر تشریفاتي بڼه لري او له مخالفو ګوندونو سره کار کول به دده لپاره ډير ستونزمن وي.

دا به له وخته مخکې خبره وي چې د لړم میاشتې د ټاکنو په هکله څه وویل شي خو دا ټکی روښانه دی چې د عدالت او پرمختګ ګوند به د ټاکنو د لومړي پړاو په پرتله د بریا ډیر چانس ونه لري ترکیې تر دیارلسو کلونو د مصطفی کمال اتاترک میراث ته شا کړې وه او خپل ټول ځواک یې د عدالت او پرمختګ ګوند په واک کې ایښی وو او کیدای شي په راتلونکې ټاکنو کې د اردوغان د ځواک کاسه نسکوره او واک دده سیالان او مخالفین تر لاسه کړي دوی عدالت او پرمختګ ګوند تورنوي چې نه یواځې په خپلو کړیو ژمنو یې عمل نه دی کړی بلکې برعکس یې کار کړی دی او د ترکیې بهرني سیاست اقتصاد او امنیت یي له ګواښ سره مخ کړی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *