ولسمشری ماڼۍ د سرتاج عزیز پر وینا غبرګون څرګند کړ

ولسمشري ماني په شمالي وزيرستان کي د القاعدي د خپلو په هکله د پاکستان ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز خرگندوني تکراري شودلي

همدارنگه د امريکا له پاکستانه غوشتي ترخو د ترهگري پر وراندي په مبارزه کي کوتلي گامونه پورته کري

د پاکستان لومري وزير ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز تیره اونی د دوشنبه په ورځ ویلي دوی په شمالي وزیرستان کې د حقاني مرکزونه او داړیکو لارې او ددوی د چاودیونکو توکو کارنځایونه یې له منځه وړې دي له دې سره سرتاج عزیز ویلي اوس مهال د حقاني شبکې له اتیا تر نوي سلنې مرکزونه او فعالیتونه د افغانستان په خاوره کې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د سرتاج عزیز دا څرګندونې رد کړې ویلي یې دي دوی داسې اسناد او شواهد په لاس کې لري چې په پاکستان کې د حقاني شبکې د شتون ښکارندويي کوي او دا اسناد یې اسلام آباد ته سپارلي دي. ولسمشری ماڼۍ په دې وروستیو کې د ترهګری پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له پاکستان ته مرسته هم د همدي له مخې بندې کړي دي. په دې وروستیو کې امریکا اعلان کړی چې پآکستان په شمالي وزیرستان کې د بریدونو پر مهال نه یواځې چې د حقاني شبکې ته یې زیان نه دی رسولی بلکې له دې ډلې سره یې مرستې هم کړې دي.

په همدي توګه امریکا له پآکستان څخه غوښتي ترڅو د ترهګری پر وړاندې مبارزې ته زور ورکړي. د امریکا د بهرنیو چارووزارت د ویاند مرستیال ویلی: د طالبانواو حقاني شبکې پر وړاندې د بریدونو درول به ددې ډلې ګواښ دوه برابره کړي. له دې سره د سپینې ماڼۍ ویاند هم ویلي، اسلام آباد ته د بارک اوباما ملي امنیت سلاکاری سوزن رایس له ترهګری سره په جدي مبارزې ټینګار کړی دی ویلي یې دي چې د ترهګر په ځانګړې توګه د حقاني شبکې بر وړاندي د پاکستان مبارزه نیمګړې ده او باید پآکستاني چارواکي ددې ډولې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي ، یوې امریکایي ورځپاڼې د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي، چې میرمن رایس د پاکستان حکومت او سیاسي ډولو مشرانو ته ویلي، په دې هیواد کې د د حقاني شبکې فعالیت او پر افغانستان یې بریدونه د منلو وړ نه دي.

له بلې خوا په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر ویلي، په دې دوه اونیو کې پآکستان ته دریو امریکایي چارواکیو سفر کړی او ددې هیواد له مسولینو سره یې د افغانستان په هکله خبرې کړې دي، له دی سره دوارو خواوو د ترهګری پر وړاندې د ګډې مبارزې د کابل او اسلام آباد تر منځ د اقتصادي اوسیاسي اړیکو په هکله هم خبرې شوې دي

همدارنګه په دې لیدنه کې ویل شوې چې له پاکستان سره مرستې د ترهګری پر ړاندې ددې هیواد د مبارزې له څرنګوالي سره تړلې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *