د يونان ولسمشر له دوی سره د کډوالو په برخه کي د مرسته کونکو بنسټونو د همکاری غوشتنه کړې ده

له دي سره دوی له اروپايي مشرانو غوښتي ترڅو په خپله غونډه کې په يونان کي د کډوالو حالات وڅیړي. بله خوا د هنگري بهرنيو چارو وزير ويلي چي د اروپايي هيوادونو ترمنځ د کډوالو ويش به دي ټولني ته د ديرو کډوالو د راتگ لامل شي

د يونان ولسمشرله خپل فرانسوي سیال فرانسوا هولاند سره په لیدنه کې په دې هیواد کې دکډوالو د لوړې شمیرې له یادونې سربیره له دوی څخه غوښتي ترڅو د کډوالو په هکله د اروپایي هیوادونو دمشرانو په ناسته کې په یونان کې د کډوالو دلوړې شمیرې د څیړلو غوښتنه وکړه. ده ویلي: هیواد یې له هغه زرګونه کډوالو سره د مرستې وړتیا نلري کوم چې هره ورځ دې هیواد ته ورځي. ده له نړیوالو مرستندویه هیوادونو څخه په دې برخه کې له دوی څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو وروستيومالوماتو له مخې تر اوسه دې ټولنې ته درې سوه پنځوس زره کډوال ورسیدلي چې له دوی څخه دوه سوه څلویښت زره یونان ته ورغلي دي.

دا کډوال د یونان له لارې او د یو شمیر نورو اروپایي هیوادونو څخه په تیریدو سره د اروپایي ټولنې لویديځو هیوادونو ته لکه آلمان اطریش او سویډن د تګ هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د هنګري پولیسو په بوداپست کې د هغه زرګونه کډوالو د تګ مخنیوی کړی کوم چې غوښتل یې د اورګاډي له لارې ځآنونه آلمان او اطریش ته ورسوي. دډې هیواد بهرنیو چارو وزیر د کډوالو په برخه کې د اروپایي ټولنې پر چلند نیوکه کړې ویلي یې دي که چیرې اروپایي هیوادونه د کډوالو د ویش په هکله پریکړه وکړي د کډوالو یا انسان قاچاقچیان به دې ته وهڅول شي او دې هیووادونو ته به ډيری کډوال مخه کړي.

له دی سره هنګری ویلی هغه کډوال چې ددوی هیواد ته ورځي نمونه ثبتوي او اقتصادي کډوال هغه هیوادونو ته بیرته ورګرځوي کوم چې له دی هیوادونو هنګری ته ورغلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *