د ټاکنو په سمون کې وړاندیزونو ته د رونټیا کمیسیون ټینګار کری
ددموکراسي او رڼو ټاکنو کميتي د ټاکنو په سمون کي دوي د خپلو ورانديزونو د په پام کي نيولو غوښتنه وکړه دوی هم اوسنی تاکنيز سيستم نيمگړی ښودلی او پر سمون يي ټينگار کړی. د رايي ورکوني د مخکينو کارتونو باطليدل، د رايو ورکونکو د نوم لړ چمتو کول، د ټاکنو کميسيون د غړيو څخه پوښتنه، د پارلماني ټاکنو د نيټې په داگه کول او د تاکنو کميسيونونو د غړيو وضعيت ددې کميتي له ورانديزونو څخه شميرل کيږي
د تاکنو روڼتيا بنسټ ویلي: دوی د ټاکنو په سیستم کې د سمون په تړوا اندیښمند دي. ددې ادارې ریس نن وویل: د ټاکنو اړوند وړاندیزونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته له استولو مخکې باید لومړی دوی ته ور وښودل شي. په ظاهري توګه د ټاکنو سمون کمیسیون سیاسي چلند پر ټاکنو څآرونکې ادارې اندیښمنې کړې دي.
د مخکينو کارتونو باطليدل، د رايو ورکونکو د نوم لړ چمتو کول، د ټاکنو کميسيون د غړيو څخه پوښتنه، د پارلماني ټاکنو د نيټې په داگه کول او د تاکنو کميسيونونو د غړيو وضعيت ددې کميتي له ورانديزونو څخه شميرل کيږي. دا کمیټه پر ټاکنو د څار یو شمیر بنسټونو او مدڼې ټولنو څخه رامنځ ته شوې ده. په ولسمشرۍ ټاکنو کې د اړوندو کمیسیونونو لوړ پوړي چارواکي په درغلیو تورن شوي او دې درغلیو هیواد نږدې د ناورین په لور بیولی وو، خو دا ځل مدني ټولنو له دولت څخه غوښتي ترڅو په ښه او روڼتیا توګه پارلماني ټاکنې تر سره کړي.
د ولسمشری تیرو ټاکنو خلک تر ډیره ناهیلې کړې ځکه چې په دې ټاکنو کې په لوړه کچه درغلی شوې او د هیوادوالو رایو ته درنښت نه دی شوی آیا په راتلونکو ټاکنو کې به افغانان ګډون وکړي
د ټاکنو پر کمیسیون او پر دې سیستم د خلکو بې باروی په داسې حال کې ده چې د یوې څیړنې له مخې اتیا سلنه هیوادوال د ملي یوالي حکومت له رامنځ ته کیدو خښ نه دي. د ټاکنو پر اړوندو کمیسیونونو د خلکو د بارو او اعتبار بیرته راګرځول دسمونن کمسیون له اصلي دندې څخه ښودل کیږي چې باید دې برخې ته په لومړیتوب کې ځای ورکړل شي.