افغان امنیت شورا یوه فیسبوک پاڼه ‘خطرناکه’ ګڼلې
ښکاري چې ظاهراً دغه کسان د افغانستان د ملي امنیت شورا د مرستیال حنیف اتمر د شکایت پر بنسټ پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتل شوي.
د افغانستان د امنیت شورا ویلي، په وروستیو کې په ناڅرګند هویت یوه فېسبوک پاڼه چلول کېږي، چې په وینا یې د افغانستان د قوانینو خلاف یې ځینې محرم دولتي معلومات خپاره کړي دي.
امنیت شورا وايي، د دغو معلوماتو افشا کول له شک پرته جدي امنیتي ګواښونه رامنځته کوي.
دغې شورا له اړوندو ادارو غوښتي چې د امنیتي سکتور د محرمو اسنادو له افشا کوونکو سره د هېواد له قوانینو سره سم چلند وکړي او ددغه ډول اعمالو مخه ونیسي.
د اساسي قانون ۳۴مه ماده
د بیا آزادي له تېري څخه خوندي ده. هر افغان حق لري چ خپل فکر د وینا، لیکنې، انځورا و یا نورو وسیلو له لارې، په دې اساسي قانون کې د راغلو حکمونو په رعایت، څرګند کړي.
د امنیت شورا دفتر د محرمو حکومتي اسنادو افشا کېدل له قانون نه ښکاره سرغړونه بللې، او له رسنیو یې غوښتنه دا ده چې د دولتي محرمو اسنادو محرم ساتلو برخه کې له چوکاټه بهر عمل و نه کړي.
تېره ورځ (یکشنبې، اګست ۲۳مه) د افغانستان ملي امنیت ادارې له ځینو خبریالانو په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړې، چې ګني پر فېسبوک پاڼه یوه لانجمنه پاڼه چلوي.
پر فېسبوک د ”کابل ټکسي” په نوم طنزي او انتقادي پاڼې یو لړ لانجمن بحثونه پنځولي، چې له تېرو پنځو میاشتو راهیسې پر فېسبوک پاڼې د ناڅرګندو کسانو له خوا انتقادي لیکنې او د حکومت ځینې محرم اسناد خپرېږي.
دغه پاڼه په طنزي ډول پر جهادي مشرانو، مشهورو قومي مخورو، سیاستوالو او لوړپوړو دولتي چارواکو نیوکې کوي.
ښکاري چې ظاهراً دغه کسان د افغانستان د ملي امنیت شورا د مرستیال حنیف اتمر د شکایت پر بنسټ پوښتنو ګروېږنو ته ورغوښتل شوي.
د افغانستان اساسي قانون د وینا آزادي د وګړو حق ګڼلی، چې باید پام ورته وشي.