په ترکيه کي يو ځل بيا پارلماني ټاکني تر سره کيږي

دا اعلان وروسته له هغه شوی کله چي د يوه ايتلافي حکومت لپاره د سياسي دلو ترمنځ خبرو کومه نتيجه ورنکړه. ددي هيواد ولسمشر ويلي: ټاکني به له مودي مخکي او تر دوه مياشتو تر سره شي. بله خوا لومړي وزير ويلي د ټاکنو تر سره کيدو لپاره به لنډ مهالی حکومت رامنځ ته کيږي

د ترکیې ولسمشررجب طیب اردوغان ویلي: په دې هیواد کې پارلماني ټاکنې له مودې مخکې، د روان کال د نومبر میاشتې په لومړی نیټه به پارلماني ټاکنې تر سره شي. د اردوغان په وینا: دی به د راتلونکې اونۍ په لړ کې لومړي وزیر ته د ټاکنو په هکله د لند مهالي حکومت د رامنځ ت کولو سپارښتنه وکړي. پّ ترکیه کې پارلماني ټاکنې دوه میاشتې وړاندې تر سره شوې په دې ټاکنو حاکم د پرمختګ او عدالت ګوند ونشو کولای غوڅ اکثریت رایې تر لاسه کړي. په دې موده کې د ایتلافي حکومت د رامنځ ته کولو په هکله سیاسي ډلې کومې هوکړې ته ونه رسیدې او په وروستیو کې پریکړه وشوه چې پآرلماني ټاکنې د له سره پیل شي.

د عدالت او پرمختیا ګوند مشرانو د جون میاشتې له ټاکنو مخکې غوښتل چې په ټاکنو کې د غوځ اکثریت د رایو په تر لاسه کولو سره به د ترکیې نظام له پارلماني په ریاستي نظام بدل کړي. دا هیواد اوس مهال له پې کې کې سره په جګړه بوخت دی له دې سره دي هیواد د داعش پر وړاندې هم بریدونه پیل کړي خو له دې سره د داعش ملاتړی هیواد هم ګڼل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *