د ایران د انقلاب مشر:

د اهل سنت مقدساتو ته سپکاوی غندو/ فلسطین د اسلامي نړۍ لومړی مسله ده

د ایران د انقلاب مشر د اسلامي راډیو ټلویزیونو د ټولنې په اتمه غونډه کې اعلان وکړ چې په اسلامي نړۍ کې د اختلافاتو رامنځ ته کول منع دي او مونږ دهرې هغه کړنې مخالف یو چې د مسلمانو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کوي دهغه کړنو د شیعه ګانو له لوري د هغه کړنې غندو کوم چې د اهل سنت مقدساتو ته سپکاوي کوي.

د ایران اسلامي انقلاب مشر آیت الله خامنه اي له عالمانو، د نظر خاوندانو او میلمنو سره په لیدنه کې، چې د اهل بیت او اسلامي راډیو ټلویزیونونو د تولنې له ګډونوالو سره یي درلوده، په تیرو سلو کلونو کې یې د اسلام ترمنځ چلوټو ته په نغوتې سره ویلي: که چیرې په اسلامي نړۍ کې د اسلام پر ضد چلوټې اوږد تاریخ لري خو په ایران کې د اسلامي انقلاب له بریا وروسته دا چلوټې او هڅې ډيرې شوي دي تر څو دا ډول ګامونه نور تکرار نشي.

د امریکا متحده ایالتونه عینی مصداق او په بشپړه توګه د مظهر په ډول « د ښمن مفهوم» دی

د ایران مشر نیواک ګري او د سلطې نظام چې په سر کې یې د امریکا متحده ایالاتونه دي په ښکارده د د ښمنۍ ښکارندویي کوي دوی ټینګار کړی، امریکا د انساني اخلاقو له مخې هیڅ ډول کار اخستل نلري او له دې پرته چې کومه ابایي ولري د ښکلو کلمو او مسکا سره لاس په خیانت او جنایت پورې کوي.

آیت الله خامنه اي له دې وروسته په اوسنیو شرایطو کې د دښمن چلوټې او نفشې په ډاګه کړې وویل: دا نقشې او چلوټې په دوه ستنو« داختلاف رامنځ ته کول» او «نفوذ» سره ولاړې دي. دوی ویلي د دښمن په لاس کې هغه وسله چې د دولتونو ترمنځ اختلافات رامنځ ته کوي تر ډيره خطرناکه دي.

 

هغه څه چې په سیمه کې روان دي مذهبې نه بلکې سیاسي جګړه ده

د ایران انقلاب مشر آیت الله خامنه اي له دې سره چې اوس مهال د دولتونو ترمنځ د شیعه او سني ترمنځ د اخلافاتو رامنځ ته کول د دښمن له اصلي فعالیت څخه شمیرل کیږي، او ددې اختلافاتو رامنځ ته کونکی انګلیس او شاګرد یي امریکا وښوده وویل: د جرارو ډلو رامنځ ته کول، د تکفیري ډولو رامنځ ته کول چې د امریکا له لوري تر سره کیږي، او په ظاهري توګه د مذهبونو ترمنځ د اختلافاتو رنګ ورکړل شوی په ښه توګه د ولسونو ترمنڅ د اختلافاتو وسیله ده او ډيرې خواشینۍ سره څینې ساده لوح مسلمانان هم په دې چلوټو سره تیر وځي او د دښمن لاسپوځي ګرځي.

ده سوریه یوه بیلګه وښوده وویل: کله چې په تونس او مصر کې د دیکتاتوری حکومتونه په اسلامي شعارونو سره نسکور شول، امریکا او صهیونیزم دا پریکړه وکړه چې له دې فورمول څخه د دولتونو د له منځه تلو لپاره کار واخلي نو له دې مخې د سوریې په لوړ خوځیدل.

آیت الله خامنه ای په ډاګه کړه چې د سوریې له کړکیچ وروسته یو شمیر بې بصیرته مسلمانان د امریکا او اسرایلو د چلوټو ښکار شول او د دښمن د جدول په ډکولوس ره یي سوریه دې حالت ته را ورسوله.

دوی زیاته کړه: هغه څه چې اوس مهال په سوریه عراق یمن او نورو سیمو کې روان دي او هڅه کیږي چې له دې څخه د مذهبې جګړې په توګه کار واخستل شي په هیڅ صورت مذهبي جګړه نه ده بلکې سیاسي جګړه ده.

د ایران اسلامي انقلاب مشر زیاته کړې: نن تر ټولو مهمه دنده، ددې اختلافاتو له منځه وړل ده او مونږ په کراتو په ډاګه ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت ټولو اسلامي هیوادونو ته د ملګرتیا لاس اوږد کړی دی او له اسلامي هیوادونو سره هیڅ ډول ستونزه نلرو.

دوی زیاته کړې: ایران له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکې لري خو یو شمیر هیوادونه له مونږ سره ستونزې لري او خیانت تر سره کويخو ایران تل د خپلو ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره له ښو اړیکو کار اخستی دی.

د ایران مشر ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت د امام په هغه پلونو روان دی چې له مخې یې دوی په ایران کې اسلامي نظام په رامنځ ته کولو بریالی شو او دا یي په ډاګه کړې ده.

آیت الله خامنه ایي «اشداء علی الکفار رحماء بینهم» د اسلامي یوالي یوه مهمه ستن وښوده وویل: مونږ د امام خمینی د درس او د اسلامي جمهوریت په تګلاره روان یو، له استبکار سره روغه جوړه نلرو خو له خپلو مسلمانو ورڼو سره د دوستی او یوځای کیدو هڅه کوو.

 

فلسطین د اسلامي نړۍ لومړنۍ مسئله ده

دوی زیاته کړې: مونږ له مظلوم څخه په دفاع کې مذهب ته پاملرنه نه کوو. څرنګه کوم چې په لبنان کې له شیعه وروڼو څخه ملاتړ وکړ په غزه کې له سني ورڼو هم ملاتړ کوو او فلسطین د نړۍ له لومړنۍ مسلې څخه بولو

اهل سنت مقدساتو ته سپکاوی غندو

حضرت آیت الله خامنه ای چې د اختلافاتو جمع بندی په موضع کې د آسیا اسلامي لودیځې نړۍ پر وړاندې د لویدیځ چلوټو ته په نغوتې سره وویل: په اسلامي نړۍ کې د اختلافاتو رامنځ ته کول منع دي او مونږ د هر هغه ګام چې د اختلافاتو د رامنځ ته کیدو لامل ګرځو غندو او د اهل سنت مقدساتو ته د شیعه ګانو سپکاوی هم په کلکو ټکوو غندو.

 

ایران ته د امریکا هر ډول مداخلې ته په ټول توان سره ا جازه نه ورکوو

د ایران اسلامي انقلاب مشر دسیمې هیوادونو ته د لارې پیدا کول د امریکا بله چلوټه وښوده وویل امریکا له لسیزو راهیسې په سیمه کې د شتون او د خپلې آبرو د تللو بیرته راګرځولو هڅه کوي.

آيت الله خامنه ایي د اټومي پلان پر سر هوکړې له مخې د واشنګټن ګټې اخستنې ته په نغوتې سره وویل: امریکا غواړي له هغه هوکړې چې تر وسه نه په ایران او نه هم په ارمیکا کې منل شوې او دا هم نه ده روښانه چې دا هوکړه به ومنل شي او که نه؟ امریکا غواړي له دې هوکړې تر ډیره په خپله ګټه کار واخلي خو مونږ دا لارې تړلې اوامریکا نشي کولای ددې تړون له لارې دایران سیاست اقتصاد او کلتور ته لاره پیدا کړي.

دوی په سیمه کې د ایران سیاست د ارمیکا د سیاست پر خلاف ټکی وښود وویل: امریکا په سیمه کې د کوچونیو او ددوی تر اغیزو لاندې د هیوادونو د رامنځ ته کیدو په هڅه کې دي خو دا پیښه به رامنخ ته نشي او دوی به هیڅکله خپلې موخې تر لاسه نشي کړی.

د ایران اسلامي انقلاب مشر د عراق په هکله د امریکا د تجزیې پلان ته په نغوتې سره وویل: ما په دې هکله هم مخکې خبرې کړي دي خو ځینو به تعجب کاوه خو اوس امریکا په ډاګه د عراق د ویشلو خبرې کويد عراق ویشل او که وکولای شي د سوریې بیلووالی چې د ارمیکا له ځانګړتیاوو څخه شمیرل کیږي خو د عراق سوریې او سیمې هیوادونو د ارضی تمامیت زمونږ لپاره ډیر مهم دی.

ده ویلي ایران په سیمه کې د فلسطین له رامڼخ ته کیدو ملاتړ کوي او د امریکا د سیاستونو سرسخته مخالف دي ایران په سیمه کې د فلسطین له رامنځ ته کیدو ملاتړ کوي او له هر هغه چا سره به ملګرتیا کوي چې د اسرایلو پر وړاندې ودریږي او له دوی سره مبارزه وکړي.

لندني تشیع، تشیع نه بولو

آیت الله خامنه ای د امریکا د تفرقه سیاست سر وراندې مبارزه د ایران له نورو سیاستونو څخه وښودل وویل: مونږ هغه تشیع چې مرکزونه او د تبلیغاتو څانګې یې په لندن کې دي او د استکبار لپاره د لارې هوارولو هڅې کوي اصولآ تشیع نه بولو.

دوی د یمن بحرین او نورو یو شمیر هیوادونو څخه د فاع په هکله وویل: د بې پایه ادعاوو پر خلاف مونږ په دې هیوادونو کې مداخله نکووو خو له مظلوم ولس خخه به دفاع ته دوام ورکړو. ده په یمن کې د مظلومو خلکو پر وژلو او ددې هیواد پر ویجاړی نیوکه وکړه وویل:د یو شمیر سیاسي موخو له مخې او د ځینې کسانو د ناپوهی له امله په یمن کې خلک له ظلم او زور زیاتي سره مخ دي.

د اسلامي راډیو ټلویزیونونو ټولنه د ظالمانه امپراتوریو د رسنیو پر وړاندې ښه مبارزه ده

د ایران اسلامی انقلاب مشر د خپلو خبرو په لړ کې د اسلامي راډیو ټلویزیونو ټولنې ته په نغوتې سره وویل: ددې ټولنې رامنځ ته کول د استبکار او لویدیځو رسنیو پر وړاندې اړین وو دهیو شمیر رسنی د امریکا او اسرایلو له لوري مافیایي رسنی وښودې وویل دا بهیر باید پیاوړي شي او پراختیا ورکړل شي.

دوی د ډيریو اسلامي هیوادونو له لوري د رسنیزو خپرونو ته په نغوتې سره ویلي یو شمیر رسنی په اسلامي هیوادوو کې د لویدیځ په پلویتوب او ددوی په غوښتنو خپرونې خپروي او د ظالمانو تر اغیزې لاندې د بې طرفی په حال کې داسې پیچلې او دروغجنې خپرونې لري چې زو واکو او زبر ځواکونو هیوادوو ته د نیواک ګړی لاره هوره وي. دوی په وروستیو کې وویل له دې سره چې د اسلام مبارک او غښتلی دین د مسلمانانو د مسلمانو میرمنو ځوانانو پّ سرښندونو سره تر اوسه سر لوړی پاتې دی او سر لوړی به پاتې وي وویل د اسلامي امت سرښندنې به تل د اسلام بیرغ په نړۍ ځوړند وساتي او د سیمې راتلونکي واک به د مسلمان ځوانانو په لاس کې وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *