جورج قرداحی: رسنی زمونږ د ټولنو هنداره ده

پیژندل شوي لبناني مجري یا ویاند جورج قرداحي د اسلامي راډیو ټلویزیونو د اتمې ناستې په څنده کې ویلي چې رسنی د یوې ټولنې هنداره ده ده په دې غونډه کې د ایران په پلازمینه تهران کې تر سره شوه ویلي څرنګه چې زمونږ ټولنه وي زمونږ رسنۍ هم په همدي ډول وي.

جورج قرداحي چې د اسلامي راډیو ټلویزیونو په بلنه په ډې غونډه کې د ګډون په موخه ایران ته را بلل شوی وو د منځني ختیځ د حالاتو په هکله یې ویلي: رسنی بهرني توکي نه دي چې له بهره یي وارد کړو بلکې زمونږ د ټولنې کړه وړه د پردې پر مخ را څرګندوي او رسنی پّ ټولیزه ټوګه د یوې ټولنې د کړو وړو ښکارندویي کوي نو له دې مخې که چیرې یوه ټولنه با کلتوره با فرهنګ او له دې اړخونو غني وي نو رسنی به یي هم په غني ډول د خپل کلتور ښکارندویي وکړي خو که چیرې بې فکري کینه او په چلوټو کې ډوب وو نو رسنی به په ډې دول خپرونې ولري.

ده د خپلو خبرو په لړ کې اسلامي ویښتیا او هوښیاری ته په نغوتې سره وویل باید ویښتیا یواځې د رسنیو په کړۍ کې پاتې نشي بلکې باید د یوې ټولنې وګړي او عمومي افکار را ویښ شي کله چې د یوې ټولنې عموومي افکار را ویښ شول رسنی هم ویښتیا ته اړ کیږي په داسې حال کې چې رسنی د یوې تولنې هنداره وي.

د ویلو وړ ده چې د اسلامي راډیو ټلویزیونو د ټولنې اتمه غونډه د اګست میاشتې په شپاړسمه نیټه د دریو ورځو لپاره د صدا او سیما په نړیوال مرکز کې د دوه سوه شلو راډیو ټلویزیونو او پنځه دیرشو خبري آژآنسونو د استازو په ګډون د ایران پّ پلازمینه تهران کې په لاره اچول شوې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *