د ایران مشر آیت الله خامنه ای د تیری اونی دوشبنه په ورخ وویل: امریکایان غواړي ترڅو له هغه هوکړې چې تر اوسه یي هم په ایران او هم په امریکا کې د منل کیدو یا نه منل کیدو تکلیف روښانه نه دی، په ایران کې د خپل نفوس په توګه کار اخلي خو مونږ دا لاره په بشپړه توګه تړلې ده او په هیڅ صورت به امریکا ته اجازه ورنکړو ترڅو د ایران اقتصاد سیاست او کلتور ته لاره پیدا کړي.

آیت الله خامنه ایي له دې سربیره چې په سیمه کې سیاستونه د متقابل سیاست سره په سمون کې دي وویل: سلطه ای نظامونه چې امریکا یي په مشری کې شتون لري د دښمنی په مفهوم دي.

داسې ښکاري چې د ایران مشر دوه کورني او بهرني پیامونه درلودل لومړی پیام یي د اټومي پلان په هکله له امریکا سره د هوکړې په تړواو وو او د دې پیام مخاطیبین ایرانیان وو هغه ایرانیان چې په دې آند دي چې له امریکا سره د اټومي پلان وروسته به د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې اړیکې هواري شي. خو ایران مشر تل د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو په هکله مالومات ورکړي دي دوی ویلي چې د امریکا اوایران سیاستونه سره ډیر توپیرلري.

د ایران مشر آیت الله خامنه ای ویلي: هر څومره چې وکولای شو له اسلامي خوځښتونو سره مرسته او ددوی ملاتړ کوو. د آیت الله خامنه ای له څرګنونو داسې ښکاري چې ددوی سیاست د امریکا له سیاست سره په توپیر کې دی او دا توپیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنی لامل ګرځيدلی او هیڅ کله به بدلون ونکړي.

د آیت الله خامنه ای د څرګندونو دوهم پیام د امریکا سیاسي نظام ته وو پّ امریکا کې په دې وروستیو کې ډير تبلیغ کیږي چې له ایران سره هوکړه په کنګره او مشرانو جرګه کې ډير مخالفین لري او کیدای شي دې هوکړې ته منفي رایې ورکړل شي. د ایران مشرانو تیره اونی وویل: پّ ایران کې د ننه هم د هوکړې برخلیک روښانه نه دی او په دې هیواد کې هم د امریکا په څیر دا هوکړه ډیر مخالفیین لري او د آیت الله خامنه ای څرګندونې امریکا ته دا پیغام درلود چې اوس هم دوی د امریکا ریښتینولي آزمویي او دوی هم تر اوسه له امریکا سره تر ډيره دهوکړې پلویان نه دي. او په حقیقت کی دوی د اتومی پلان په هکله متقابل عمل په پام کې نیولی دی که چیری دا هوکړه په امریکا کې دمنلو وړ وي په هماغه کچه به په ایران کې هم خلکو ته د منلو وړ شي. خو په امریکا کې تیره اونی ددی تړون د پلویانو شمیره لوړه وه او پّ کنګره کې د دموکراتانو مشر وویل دې هوکړې ته د منلو بشپړې رایي لري دا په دې مانا ده چې ددې هوکړې مخالفین نشي کولای د کنګرې له دریو دوه برخې خپل پلویان وګرځوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *