د اصلاح فراکسیون چې مشري یې اسامه النجیفي کوي او ورور یی د موصل ښار د سقوط اصلي تورن کس پیژندل شوی، تیر کال یي د داعش لاس ته د موصل ښار د ورتګ په هکله ټولې ادعاوې رد کړې دي او دا یي د خندا وړ یوه څیړنه ښودلې ده. خو د پارلمان ریس او حکومت وایي چې هیڅ یو چارواکی حتی ددې هیواد پخوانی لومړی وزیر نوري مالکي له قانونه مخکې نه دي او د څیړنیزې کمیټې د پریکړې له مخې باید محاکمه شي.

په هغه نوم لړ کې چې د عراق قضایه قویې ته د موصل ښار د سقوط په هکله څیړنیزې کمیټې سپارلی اثیل الجیفي چې د اسام النجیفي ورور دی او دی هم د موصل ښار پخوانی والي وو د عراق پخواني لومړي وزیر نوري مالکي سره یوځای د موصل ښار په سقوط کې ګرم پیژندل شوی دی. اثیل النجیفي تورن دی چې د بعث ګوند په ګټه یي داسې لارښونې کړې چې په پایله کې د موصل ښآر د داعش لاس ته ورغی.

د موصل ښار د سقوط په تړواو په دوسیو کې نور کسان د عراق کورنیو چارو وزارت سرپرست عدنان الاسدی د دفاع وزارت سرپرست علی غیدان   د ځمکنیو قواوو قومندان عبود قنبر   د ګډو ځواکونو عمومي قومندان ستر درستیز او د عراق د ملي امنیت د سازمان مدیر هم شتون لري. په دې پیښه کې اوه دیرش کسان تورن پیژندل شوي دي.

د عراق پارلمان ریس قضایه قوې ته د دې تورنو کسانو د دوسیې په سپارلو سره ویلي هیڅوک له قانونه لوړ نه دي او د قضایه قوه به ټول هغه کسان م حاکمه کړي کوم چې په دې تور کې دخیل دي. قضایه قوه باید په نیغه توګه لاس په کار شي او په دې پیښه کې ټول دخیل کسان محاکمه کړي.

د فساد پر وړاندې د عراق د مبارزې پلان او په دې هکله چې د موصل ښار څه ډول سقوط وکړ د عراق له بشپړ حقوقو څخه برخمن دی. آیت الله العظمی سیستاني چې د نجف یو پیژندل شوی مرجعیت دی د فساد پر وړاندې د عراق له دولته یی ملاتړ کړی دی او همدا لامل دی چې ډيری سیاسي ګوندونو ونشو کولای د مرجعیت پر وړاندې ودریږي او د حیدر عبادي حکومت له رایي سره مخالفت وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *