د هيواد له شپږ نويمې کليزي څخه نن د خپلواکی څلی ته د گلونو د گيډۍ په ايښودلو سره ونمانځل شوه   شپز نوي کاله وراندي په دي ورخ له بريتانيا خخه خپلواکي ترلاسه شوي ده   ولسمشر غني له دي سره چي چي پشه يي جراحي شوي خو د ملي دفاع وزارت ته په راتگ سره يي د تشريفاتو قطعه معاينه کره او له دي ورخي خخه يي يادونه وکره

دا د ملی دفاع په وزارت کې د تشریفاتو قطعه ده چې د څانګړې رسم ګذست سره د زړه ورو سرتیرو ستاینه او ددوی یادونه کوي دا هغه سرتیری دي چې د هیواد خپلواکی دیني او ملي ارزښتونو لپاره له خپلو وینو او سرونو تیریږي او تیر شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې چې پښه یي عملیات شوې خو نن یې له دې ویاړینې ورځې په لمانځ غونډه کې ګډون وکړ او د خپلواکي څلې ته یي د ګلونو ګیډی کیښوده.

افغانستان په نولس سوه اته نویم کال د زمري میاشتې په اته ویشتمه نیټه خپلواکي تر لاسه کړه دا خپلواکي د زرګونه جهاد او هیواد پاله افغانو په سرښندنو سره تر لاسه شوې ده له دې سره دې خپلواکي د هیواد په سیاسي اقتصادي او کلتوري برخو ډیره اغیزه کړې خو په خواشینۍ سره چې له دې خپلواکیه یوه پیړۍ تیره شوې خو بیا هم افغان ولس له جګړو او ناخوالو سره مخ دی او په دې لومو کې بند شوی دی.

افغانستان اوس مهال په بل ډول د خپلې خپلواکی تاوان ورکوي. له ترهګرۍ سره جګړه که چیرې په ظاهري ډول دا جګړه د بنسټپالی دله منځه وړلو په موخه په لاره اچول شوې وي خو په حقیقت کې یې د هیواد پر سیاست کلتور او نورو برخو ناوړه اغیزه کړې ده.

په هر صورت له دې ورځې نن په رسمي توګه نمانځنه وشوه او د هغه مجاهدینو چې د هیواد د خپلواکی لپاره یي وینې تویي کړې یادونه وشوه او ددوی په ویاړ د خپلواکی څلې ته د ګلونو ګیډی کیښودل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *