د ليبيا دولت په دي هيواد کي د داعش وسله والو د ځپلو لپاره د عربي هيوادونو د مداخلي غوښتنه کړې ده د ليبيا بهرنيو چارو وزير په قاهره کي د بيړنۍ ناستي پر مهال خبرداری ورکری چي داعش په دي هيواد کي د ودي په حال کي دي او عربي ټولنه يي بايد مخنيوی وکړي

د مصر په پلازمینه قاهره کې د عربي ټولنې په بیړنۍ ناسته کې د لیبیا بهرنیو چارو وزیر ددې هیواد په سیرت ښار کې خونړۍ نښتې ته په نغوتې سره ویلي: په لیبیا کې داعش وسله وال د ودې په حال کې دی او دا ډله به نه یواځې د لیبیا بلکې د سیمې امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي. له دې یوه ورځ مخکې د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر هم خبرداری وکړی وو: که چیرې لیبیایي ډلې یوې هوکړې ته سره ونه رسیږي نو دا هیواد به په دوهمه سومالیا بدل شي. د لیبیا بهرنیو چارو وزیر له عربي ټولنې وغوښتل ترڅو په سیرت ښار کې د داعش پر وړاندې هوایي بریدونه ترسره کړي.

محمد الدايروویل: ” مونږ په خپرې شوې وینا پاڼه کې له عربي هیوادنو غوښتي ترڅو په سیرت ښار کې د داعش پر وړاندې د هوایي بریدونو په ترسره کولو سره له مونږ څخه ملاتړ وکړي. زمونږ هوایي ځواکونه ددې وړتیا نلري. غواړم چې ووایم په لیبیا کې داعش ډله نور هیوادونه لکه: تونس، الجزاير، مصر، چاد، ناجیریا، سودان او ټول ګاونډي هیوادونه ګواښي او اروپا هم دا ګواښ درک کړی دی.”

لیبیا په دوه زره یولسم کال راهیسې له نا امنیو سره مخ شوې. دا هیواد په عملي توګه په دوه برخو ویشل شوی دی. دوو ایتلافونو هیواد په دوه برخو ویشل شوی او دوه حکومتونه یي رامنځ ته کړي دي. په دې وروستیو کې داعش وسله والې ډلې هم د لیبیا ځینې سیمې نیولې دي. د قاهرې عربي ټولنې په ناسته کې له دې ټولنې وغوښتل شول ترڅو د خپلو مخکینو پریکړو له مخې په لیبیا کې د ترهګرو پر وړاندې کوټلې ګامونه پورته کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *