د چين هيواد شمال ختيځ په ۲ چاودنو کي له ۴۰ دير کسان ووژل شول

چاودني د تيانجين بندري ښار د کيمياوي توکو په دوه ساتنځايونو کي رامنځ ته شوې چي له امله يي له څلور سوه ډير کسان ټپيان شوي هم دي. ولسمشر له يو شمير ټپيانو ليدنه او اړوندو ادارو ته يي ځانگري لارښونه کړې ده

د چین هیواد په شمال ختیځ کې تیره ورخ ناوخته دوه زور ورو چاودنو سیمه ولړځوله. له چاودنو وروسته د اور سترې لمبې آسمان ته لوړې شوې آن تر دې چې ټول ښار یې روښانه کړ. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې پیښې د کیمیاوي توکیو په ساتنځایونو کې رامنځ ته شوې او عیني شاهدانو هم ویلي چې دا چاودنې صنعتي وې. چیني رسنیو نن سهار خبر ورکړی چې په دې پیښو کې له څلویښتو ډير کسان وژل شوي او له څلورو سوه ډیر نور ټپیان دي. له دې سره سیمې ته نږدې ډيری کورنه ویجاړ شوي او په لسګونه موټر له منځه تللي دي او تر دوه کیلو متریه د کورنیو ښیښې ماتې شوې دي.

تیانجین د پنځه لسو میلیونو نفوس په درلودلو سره د چین له لویو ښارونو شمیرل کیږي او چارواکیو یې ویلي، د اور وژنې له شپږ دیرشو اور وژونکو سره یې اړیکې پرې شوې دي او ددوی لسګونه کار کونکي هم ټپیان دي. د چین ولسمشر په یوه روغتون کې له ټپیانو لیدنه کړې او اړوندو ادارو ته یې ځانګړې لارښونه کړې ده.

د تیانجین ښار اوسیدونکو رسنیو ته ویلي، چاودنې بمې چاودنو ته ورته وې چې ښار یې سخت لړزولی دی. شینهوا لیکلي د لومړی چاودنې کچه د درې ټنو او دوهمه د یو ویشتو   ټي این ټي توکیو د چاودنې سره برابره وه . تر اوسه ددې پیښې د رامنځ ته کیدو ځاني او مالي کره کچه نه ده مالومه او ویل شوي کیدای شي د مرګ ژوبلې شمیره له دې لوړه شي. د چین ولسمشر ددې پیښې په هکله د څیړنو حکم کړی ویلي یې دي هغه کسان به د قانون منګلو ته وسپارل شي کوم چې له ناغیړیه یې کار اخستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *