د عراق بغداد په صدر ښارګوټي کې د یوه ځانمرګي برید له امله ۶۰ کسان وژل شوی او له ۲۰۰ دیر نور ټپیان دي

په دې برید کې داعش وسله واله دله په لاس لرلو تورنه شوې ده.

دا ځانمرګی برید نن سهار په شپږو بجو د سبزیو او میوو په یوه لوی مارکیټ کې رامنځ ته شوې. له سیمې څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې بریدګر په چاودیدونکو توکو بار موټر ته د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چاودنه ورکړې ده. سیمه ایزو مسولینو ویلي، په دې چاودنه کې لږ تر لږه شپیته کسان وژل شوي او له دوه سوه دیر نور ټپیان دي.

د ریپوټونو له مخې سهارنۍ چاودنه مرګونې چاودنه وه او له کله چې حیدر عبادي ددې هیواد د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دا لومړنۍ خونړۍ چاودنه وه چې رامنځ ته شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي په دې وروستیو کې په عراق کې د تلفاتو کچه مخ په لوړیدو ده. د عراق دولت په دې ډول بریدونو کې ترهګریزې په ځانګړې توګه د داعش وسله واله ډله په لاس لرلو تورنوي. داعش له تیر کال راهیسې ددې هیواد ډیری سیمې نیولې او دولتي ځواکونو له دې سیمو د داعش د په شاکولو په موخه په ځینو عملیاتو هم لاس پورې کړی خو ډیره ګټه یې نه درلوده.

د یوه بله خبر له مخې د عراق په الانبار ولایت کې د داعش وسله والو په یوه کمین کې پنځه لس عراقي سرتیري وژل شوي دي. د رارسیدلو ریپوټونو له مخې دا سرتیري د خباز سیمې په لویه لاره کې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *