دیمن زنجبار ښار د منصور هادي پلویانو نیولی دی
دیمن زنجبار ښار د منصور هادي پلویانو نیولی دی
د دې هیواد څخه د را رسیدلو ریپوټونو له مخې د یمن تښتیدلي ولسمشر منصور هادي پلویانو چې د سعودي عربستان له ملاتړه هم برخمن دي د دې هیواد زنجبار ښار نیولی دی
په دې ښار کې له څو ورځو راهیسې د حوثیانو اومنصور هادي د پلویانو ترمنځ سخته جګړه روانه وه او ددې ښآر نیول د منصور هادي د پلویانو دریمه لویه بریا ده چې په دې وروستیو کې یې تر لاسه کوي.
د تښتیدلي ولسمشر پلویانو تیره میاشت د عدن ښار بندر چې د یمن دوهم لوی ښار ښودل کیږي نیولی وو.