امریکایي چارواکي: په سوریه کې د داعش را څرګندیدل آګاهانه وو

د امریکا استباراتي سازمان پخواني ریس له الجزیرې ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: د داعش تکفیري ډله په سوریه کې په لوی لاس رامنځ ته شوی او د واشنګټن په خوښه رامنځ ته شوې.

مایکل فلین له دې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي د داعش په هکله سیاستونه په پټو سترګو پر مخ نه دي بیول شوي بلکې امریکا او ددوی ملګرو ملتونو په لوی لاس او ددوی په خوښه رامنځ ته شوې. ده زیاته کړې په دوه زره دولسم کال کې یي داسې یو ریپوټ لوستلی چې له مخې یې ددې ښکارندویي کوي چې لویدیځ هیوادونه له داعشه ملاتړ کوي.

له دې سره د امریکا اطلاعاتي آژآنس پخواني ریس ویلي: امریکا د عراق هغه حالت په هکله هم مالومات درلودل کوم چې ټاکل شويوو امریکایي سرتیري له دې هیواده ووځي. فلین ویلي: هغه مهال یي هم په دې هکله له لوړ پوړیو چارواکیو سره خپله اندیښنه څرګنده کړې خو پاملرنه ورته نه ده شوې.

دالجزیرې ټلویزیون ویاند له فلین څخه وپوښتل: آیا دولت ستاسو تحلیل ته اهمیت ورنکړ؟ ده وویل: « په دې نه پوهیږم چې آیا دوی به زمان تحلیل ته پاملرنه کړې وي او که نه خو زما په نظر په دې هکله پریکړه شوې وه او دا د پلان له مخې رامنځ ته شوی وو.»

ده ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولي یې هغه مهال د د ترهګری دمخنوي لپآره لاس په کار نشو وویل: « نغواړم داوویم چې په مایي اړه نه درلوده خو هغه مهال زمان دنده دا وه هر څه چې وایم باید د ریښتینولی په موخه یي بشپړ مالومات ترلاسه کړم.»

د داعش وسله والې ډلې ته لومړی په دوه زره دولسم کال کې د اردن له لارې زدکړې ورکړل شوې او له څه مودې وروسته یي په عراق او سوریه کې بریدونه تر سره کړل.

په عرا ق کې د داعش له رامنځ ته کیدو وروسته امریکا یو نړیوال ایتلاف رامنځ ته کړ او ادعایي وکړه چې د داعش پر وړاندې به هوایي بریدونه تر سره کوي.

له دې سره په دوه زره دولسم کال کې په ډاګه شوه چې امریکا د یو شمیر عربي او خلیج فارس ځینې هیوادونه دسوریې په ختیځ کې د یوه سلفي سیمې په رامنځ ته کولو هوکړه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *