کابل او بیا وروسته اسلام آباد ته د بریتانیا د لومړي وزیر سفر

کابل ته د سفر پر مهال د بريتانيي د دفاع وزير، په افغانستان کي د داعش له شتونه انديښنه ښودلې ده. ده د افغان امنيتي ځواکونو ستاينه کړې ويلي يي دي، له دي سره چي دوی تلفات درلودل خو له خپلي خاوري او خلکو څخه يي په ښه توگه دفاع کړې ده

مايکل فالون له اجرايي ريس، د ملي امنيت له سلاکار او نور لوړ پوريو امنيتي چارواکيو سره ليدلي دي

د برتیانیا دفاع وزیر مایکل فالون له کابله د لیدنې پر مهال په هیواد کې د داعش له شتونه اندیښنه ښودلې ده. ده ددې سفر په لړ کې له اجرایي ریس، د ملي امنیت سلاکار او له یو شمیر نورو امنیتي مسولینو سره لیدلي دي. ده ویلي: دی افغانستان ته د پخلاینې خبروته د هڅونې په موخه راغلی دی.

ده ویلي: د خبرو بهیر ته هیله مند دي او په دې تمه دي چې د سولې په ټینګښت کې به افغانستان او پاکستان یوه بل ته سره لاسونه ورکړي او د ترهګری پر وړاندې به مبارزه وکړي. ښاغلي فالون ویلي: په طالبانو کې منځلاري شتون لري او له دولت سره د خبرو پلویتوب کوي او باید دوی ته لاره هواره شي.

د بریتانیا دفاع وزیر له دې سره چې په افغانستان کې یې د داعش له شتونه اندیښنه ښودلې خو د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ته یي په نغوتې سره ویلي، دوی ډیر تلفات ګاللي خو دا یې هم په ډاګه کړې چې دوی د ترهګرو او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې د دریدو وړتیا لري.

ده ویلي، افغان امنیتي ځواکونه ډیرې نیمګړتیاوې لري لکه دوی تر اوسه هم له هوایي ځواک څخه برخمن نه دي او مونږ به د فصل په وروستیو کې دا برخه وڅیړو او ووینو چې له دوی سره څه مرسته کولای شو.

فالون له کابله اسلام آباد ته تللی او موخه د افغان سولې بهیر ته د پاکستاني چارواکیو هڅونه ښودلې ده ده ویلي دوی باید فورصت له لاسه ورنکړي. د پآکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي: د بریتانیې له دفاع وزیر سره د امنیت او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په هکله خبرې شوې دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *