يمنيان پلازميني ته پر مرسته روسونکو بيريو د بنديزونو له امله د خورو له کمشت سره مخ دي د يمن تشتيدلي کابيني د اطلاعاتو وزارت هم منلي چي صنعا ته د سوداگريزو الوتنو مخنيوي کيزي   د يمن پلازمينه اوس مهال د حوثيانو په لاس کي ده

د يمن پلازمينې يو اوسيدونکی د سوند او خوړو د کمښت په هکله داسې وايي:

«اوس بیړیو ته د عدن بندر په لور سمون ورکړل شوی خلک ډیر اندیښمند دي. د عومران او ضمار سیمو برخلیک به څه ډول شي؟ خلک ویرې ځلي د ماشومانو میرمنو او کورنیو راتلونکې به څه ډول وي؟”

رویټرز ویلي په صنعا کې د سوند توکي مخ په پای ته رسیدو دي او له یوه بل څخه ډیر واټن لري. له کله چې پر یمن د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه پیل شوي ددې هیواد په بیلا بیلو برخو کې خلک د خوړو او سوند له سخت کمښت سره مخ دي. د شمال پر ځای د یمن سویل ته د مرستندویه بیړیو د لیږدولو پریکړه په داسې حال کې شوې چې په سویل کې وسله والو د خلیج یو شمیر هیوادونو په مرسه سویلي ځینې سیمې نیولي دي. دا بیړۍ چې باید پلازمینې ته رسول شوې وی د سویل په لور روانې شوې دي. له همدي اماله د پلازمینې اوسیدونکي سخت اندیښمند دي او یوه کس یې ویلي، د عربستان په مشری ایتلاف غواړي دوی وږي پاتې شي. ده ویلي: “دوی، عربي ایتلاف د پلازمینې اوسیدونکي او یمنیان له لوږې سره مخ کړي دوی مونږ کلا بند کړي یو او غواړي چې وږې ووسو خو مونږ یوالی لرو او له یوه بل سره ستونزه نلرو. دوی باید د عدن بندر فعالیت اته اجازه ورکړي او پریږدې چي خوراکي توکي ټولو هیوادوالو ته ورسیږي او له لوږه په امن کې پاتې شي.”

په داسې حالاتو کې د پلازمینې اوسیدونکي خوراکي او د سوند توکي په ډيرې سختی سره له تور بازار څخه تر لاسه کوي او ساتنه یې کوي. که یې د افغانی په پرتله پرتله کړو په دې هیواد کې شل لیتره پطرول تیل له زرو افغانیو څخه درې زره شپږ سوه شپیتو افغانیو ته رسیدلي دي چې نږدې څلور برابره یې بیه لوړه شوې ده

اوس مهال د یمن ډیری سیمې د حوثیانو په لاس کې دي. دوی په داسې حال کې ددې هیواد په سویل کې شتون لري چې د تښتیدلي ولسمشر له پلویانو سره په نښته بوخت دي او پر ددوی د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف هوایي بریدونه هم دوام لري. تر اوسه په یمن کې د جګړې له امله د وژل شوی کسانو شمیره له څلورو زرو اوښتې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *