داعش يواځې د عراق په نينوا ښار کي له دوه زره ډير کسان اعدام کړي دي   ډيری دا کسان په تيرو شپږو مياشتو کي ددې ترهگرې ډلي له لوري اعدام شوي دي. داعش له تير کال راهيسي ددي ولايت ديري سيمي نيولي او عراقي ځواکونو يي پر وړاندي عمليات پيل کړي دي

د داعش وسله والې ډلې چې له تیر کال راهیسې یې د عراق شمال یو شمیر سیمې نیولې، په ډیریو سیمو کې یې په پراخو اعدامونو لاس پورې کړی دی. د عراق لومړي وزیر خالد العبیدي ددې هیواد له دولتي تلویزیون څخه په خپلو خبرو کې ویلي: د داعش وسله والې ډلې یواځې په نینوا ښار کې له دوه زره ډیر کسان اعدام کړي دي. یو شمیر رسنیو هم د عراق له موصل ریپوټونه ورکړي او پکې ویل شوي چې دا کسان په تیرو شپږو میاشتو کې اعدام شوي دي . د عراق دفاع وزیر ویلي، په نینوا کې عراقیانو په خپلو کې د یوالي له امله وژل شوي.

خالد العبيدي/ وزير دفاع عراق

” د داعش جنایتکارې ډلې په نینوا ولایت کې زمونږ د هیوادوالو پر ټول وژنې او ځناوري کړنو لاس پورې کړی دوی ته د انسانان نشو ویلای د نینوا دوه زره اویا اوسیدونکی د یوالی په تور وژل شوی دی.”

د عراق دفاع وزارت دا نه دی ویلی چی دا کسان په څومره موده کې وژل شوی دی له دی سره رویترز ویلی داعش د اعدام شویو کسانو نومو لړ خپور کړی دی د یوه بل خبر له مخی د عراق مرجعیت ددی هیواد له حکومته غوښتي ترڅو د فساد پر وړاندې د مبارزې په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي ده له حیدر عبادي څخه غوښتي ترڅو د فساد پر وړاندې له وسپنه ایز سوک څخه کار واخلي د عراق په یو شمیر ښارونو کې د برښنا د کمښت پر وړاندې لاریونونه روان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *