ملا اختر به د طالبانو له مشری لرې کړل شي

د طالبانو عالي شورا چي، د افغانستان اسلامي اماراتو عالي شورا نومول شوي، نن ويلي: د ملا منصور له مشری سره مخالف دي او د ملا محمد عمر له فاتحي وروسته به ددې ډلې نوی مشر وټاکل شي

د ملا محمد عمر مړینې له اعلان یوه ورځ وروسته، ملا اختر ددې ډلې د مشر په توګه ور وپیژندل شو. دې ټاکنې دوام ونکړ بلکې په لومړۍ اونۍ کې یې د طالبانو ترمنځ اختلافات را پورته کړل. د کویټې شورا یو شمیر طالبان چې د ملاعمر کورنۍ او نور طالب چارواکي جوړوي د ملا منصور له ټاکل کیدو سره یي مخالفت وکړاو حتی دی یې د ملا عمر په مړینه کې په لاس لرلو تورن کړ.

د طالبانو عالي شورا نن په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې ویلي: “د ملا محمد عمر له مړینې وروسته یو شمیر کسانو په خپل سر د طالبانو مشر ټاکلی دی او په دې هکله له عالي شورا سره خبرې نه دي شوې او د علمای کرام مشورې شتون نه درلود.” دې شورا ویلي یو شمیر کسانو د خپلو شخصي ګټو له مخې ملا منصور چې دوی ته د منلو وړ نه دی پر طالبانو د مشر په ډول ور تپلی دی.

د طالبانو عالي شورا ویلي: د ملا منصور ټاکنه نه له اسلامی اصولو او مقرراتو سره اړخ لګوي او نه هم په نړیوالو نهضتونو کې دا ډول ټاکنه لیدل شوې ده. په خبر پاڼه کې ویل شوي: د طالبانو عالی شورااو د ملا محمد عمر کورنۍ په پام کې لري چې د ملا محمد عمر له فاتحې وروسته د عالی شورا، اهل حل و عقد، روڼدآندانو او ملي شخصیتونو ترمنځ په یوه غونډه کې د طالبانو نوی مشر وټاکي. تیره ورخ هم د ملا عمر ورور ملا عبدالمنان په یوه غږیز پیام کې ویلي وو چې د طالبانو پخواني مشر تر اوسه د مشری په تړاو له چا سره بیعت نه دی کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *