د طالبانو نوی ټاکل شوی مرستیال تیره ورځ له یوه بریده روغ ووتلی دی. دده دموټرو پر کاروان د نورو وسله والو له لوری برید شوی خو ده ته پکې کوم زیان نه دی رسیدلی

په کویټه کې طالبانو ته یوې نږدې سرچیني ویلي، تیره ورځ د طالبانو نوي ټاکل شوي مشر د مرستیال مولوی هیبت الله د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی دی. دا برید د چمن په پای پاس سیمه کې تر سرهش وی. د سرچینې په وینا، په دې کاروان کې د نورو وسله والو طالبانو د مشرانو سربیره د ننګرهار پخواني والي مولولی عبدالکبیر هم شتون درلود. د سرچینې په وینا، په دې برید کې دا دوه لوړ پوړي چارواکي ژغورل شوي خو ددوی درې نور ملګري وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې دا طالب مشران د ملا منصور لپاره د بیعت تر لاسه کولو سره په موخه د سیمه ایزې مدرسې په لور روان وو چې تر برید لاندې راوستل شول

د ملا محمد عمر له مړینې وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبانو د خپلو ملګرو د موټرو پر کاروان وسله وال برید کوي. ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو ترمنځ اختلافات ډیر شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *