په داسې حال کې چې د ویانا پریکړه لیک د اصلي هیوادونو یعني ایران او امریکا د ولسي جرګو له لوری تصویب شوی نه دی او له دی سند څخه د جمع بندی د سند په توګه یادونه کیږي، د حقوقي او قانوني اړخه تراوسه وروستی شوی نه دی. امریکا د جولای میاشتې په څوارلسمه نیته امنیت شورا ته دیوه مخکین لیک په وړاندې کولو سره هڅه وکړه ترڅو ایران په یوه تر سره شوي عمل کې ځای پر ځای کړي. دا هوکړه چې د امنیت د شورا پنځه لسو غړیو له لوري په غوڅ اکثریت یعني په پنځه لسو رایو سره تصویب شو، د ملګرو ملتونو اړوندو هیوادونو څخه یي غوښتي ترڅو دا پریکړه لیک پلی کړي.

دې ته په کتو سره داسې ویلی شو چې پر ایران فشارونو او بندیزنو بې نتیجه توب له یوې خوا او د نړۍ پر بیلا بیلو هیوادونو یې نفوس له بلې خوا ددې ښکارندویي کوي چې له دې سند څخه د ایران د قدرت کمښت او پر نورو هیوادونو یې د دیپلوماتیکي اغیزو د ټیټوالي د کارولو هڅې کیږي.

په دې پریکړه لیک سره هڅه شوې ترڅو دا هوکړه مخکې له دې چې د اصلي هیواودونو یعني ایران او امریکا د ولسي جرګو له لوري تصویب شي، پر ایران د نړیوالې هوکړې په ډول وتپي او دا هیواد یي پلي کولو ته اړ کړي، په داسې حال کې چې تر اوسه د ایران پارلمان او د امریکا کنګرې په دې هکله خپله وروستی پریکړه نه ده کړې.

دا په دې مانا ده چې امریکا ددې مخکینلیک په وړاندې کولو سره او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري یې په تصویبیدو سره هڅه کوي ترڅو دا هوکړه پر ایران، د ایران د پارلمان له خوښې او تصویب پرته پر دوی وتپي او تهران یي پلي کولو ته اړ کړي او که چیرې ایران له دې سر غړونه وکړي مخکې له مخکې پر دوی د فشار او بندیزونو لارې وټاکي.

هغه څه چې اوس مهال ویل کیدای شي دا دي چې دا هوکړه لیک چې ۱۲ لومړني بندونه او ۳۰ اجرایي بندونه لري له دې سره سند سره دوه نور چې یو یې د A او بل یي د B په توګه ټاکل شوې یوځای کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *