دهرات ولایت عالمانو لوری د ملا منصور د څرګندنو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړ

د هرات ولايت عالمانو شورا، ولايتي شورا، مدني ټولنې او نورو فعالينو د طالبانو نوي مشر ملا اختر د ځرگندونو پر وړاندې چي د جگړې پر دوام يې ټينگار کړی له دې ډلې غوښتي ترڅو د سولې له بهير سره يوځای شي او له ورور وژني لاس واخلي. بله خوا په کنړ کي هم ورته بنسټونو له طالبانو دا ډول غوښتنه کړې ده

د هیواد په لویدیځ کې د اسلامي اخوت شورا ریس او عالمانو عمومي شورا استازي (مولوی سید احمد آخندزاده) ویلي: طالبانو باید د هر وخت په پرتله د هیواد وضعیت درک کړي او له جګړې لاس واخلي. ښاغلي آخندزاد د طالبانو له مشرڅخه غوښتي ترڅو د افغانستان د ګټو او عزت لپآره له حکومت سره د پخلاینې خبرو ته کښیني.

همدارانګه د هرات ولایتي شورا او د مدني فعالینو، د هیواد لپاره سوله اړینه ښودلې او پاکستان یې د پخلاینې په خبرو کې د خنډونو په رامنځ ته کولو تورن کړی دی. دوی وایي د ملا اختر محمد منصور څرګندونې به په هیوا کې د جګړې د ډيرښت لامل شي.

بله خوا د لوګر ولایت شورا، د سولې کمیټې او د مدنې فعالینو بنسټ هم له طالبانو غوښتي ترڅو له جګړې لاس په سر او سولې بهیر خپل کړي. له دې سره دوی د طالبانو نوي مشر څرګندونې د پریدو په ګټه ښودلې. دوی زیاته کړې د ملا منصور خبرې د افغانانو او د اسلامي ارزښتونو پر خلاف دي.

ملا اختر، له دې سره وروسته چې د طالبانو د مشر په توګه ټاکل شوی په خپل لومړي پیام کې یې د افغان دولت پر وړاندې پر جګړې ټینګار کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *