افغان حکومت: برابر بنسټونه نه منو

افغان حکومت د سياسي نظام پر وړاندي هيڅ ډول برابر خوڅښت نه مني او پر وړاندي به يي د خلکو په مټ له هر ډول امکاناتو کار واخلي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، هغه وسله وال چې په جګړې ټینګار کوي تير وتلي او د افغانانو او افغانستان پر وړاندې له جنايته کار اخلي

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه دا خبر پاڼه د طالبانو په لیکو کې له وروستیو بدلونونو وروسته خپره شوې. په دې خبر پاڼه کې ویل شوي، په دې بدلونونو سره له ټولو افغانانو سره ډول ډول پوښتنې رامڼځ ته شوې دي. د خبر پاڼې پر بنسټ هغه وسله وال چې د پردیو په تبلیغاتو سره یي د خپلو هیوادوالو پر وړاندې وسله پورته کړې او جګړه کوي باید په دې پوه شي چې تیروتلي دي او په دې خوځښت سره د ملي ګټو، افغانستان او افغانو پر وړاندې جنایت تر سره کوي.

په خپر پاڼه کې ویل شوي، افغان دولت د خلکو له لوري د ټاکل شوې یواځینۍ بنسټ په توګه چې د نړیوالو له لوري منل شوی دی، په جدیت سره اعلان کوي چې د هیواد سیاسي نظام سره برابر هر ډول خوځښت نه مني او پر وړاندې به یي د خلکو په مټ له ټول واک او ځواک څخه کار واخلي.

په خپر پاڼه کې له عزت سره د سولې پر ټینګښت ټینګار شوی، ویل شوي، د سولې رامنځ ته کیدل د هیواد خپلواکۍ ټینګښت، د وینې تویدنې او هیوادوالو د وژنې مخنیوي لپاره ترټولو ښه لاره ده.

د خپر پاڼې له مخې افغان دولت، طالبان او نورې وسله والې ډلې یواځې د افغان دولت د وسله والو مخالفینو په توګه پیژني او له دې مخې یې له دوی سره د پخلاینې لاره خپله کړې ده.

د خبر پاڼې په وروستیو کې لیکل شوي، افغان حکومت د خپلو هیوادوالو او امینتي ځواکونو په وړتیا باور لري او دوی کولای شي د هر ډول ګواښ پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي او د خپل هیواد او هیوادوالو د ساتنې په برخه کې ددوی ستاینه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *