جوزجان او بدخشان کې سیلابونو ۶۳۰ کورونه ویجاړ کړي

د جوزجان ولایت مرستیال والي عبدالرحمن محمودی وویل، په شمال کې د آمو سیند د مستۍ له کبله په خماب او قرقین ولسوالۍ کې لږترلږه ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

ښاغلی محمودي وايي، په پېښه کې تر ۷۰۰ ډېر څاروي هم له منځه تللي دي.

دی وايي، کرنیزې ځمکې او باغونه هم سخت زیانمن شوي او د سیمې خلک اړ شوي چې لوړو سیمو او تپو ته پناه یوسي.

محمودي زیاتوي، په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

هغه د دغو سیمو د اوسېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ بللی، چې وايي ورسره شوې مرستې بس نه دي او ډېری کورنۍ تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.

بل خوا، د شمال ختیځ بدخشان ولایت چاروا:ي وايي، په تېرو څو کلونو کې آمو سیند مستي کوله، خو د سیند سږ کال مستي ډېره زیاته وه.

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، په کوف آب ولسوالۍ او ”سي” کلیوالې سیمې کې راوتلو سېلابونو شاوخوا ۱۳۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر سید عبدالله همایون دهقان وايي، لومړني رپوټونه ښيي چې د کلیوالو سیموم اوسېدونکي دا مهال په آزاده فضا کې شپې او ورځې تېروي.

دی وايي، د لارو د بندېدو له کبله دوی هلته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلی دقهان وايي، دا پېښه ځاني تلفات نه لري، خو د سیمې خلکو ته یې مالي زیان ډېر اوښتی دی.

څو ورځې وړاندې بدخشان کې د سیند مستو څپو شاوخوا ۵۰۰ کورونه زیانمن کړي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *