زابل کې د داعش او افغان طالبانو ترمنځ جګړه

د زابل چارواکي وايي، چې ددغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د کورنيو طالبانو او ”اسلامي دولت” پورې تړلې وسلوالې ډلې ترمنځ جګړه کې نژدې ۱۰ وسلوال وژل شوي او تر ۱۰ زیات ټپیان شوي دي.

د زابل د امنيې قوماندانۍ وياند فواد عسکري وایي، جګړه له پرون راهيسې د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې روانه ده.

د ښاغلي عسکري په خبره په دغه نښته کې د دوی د مالوماتو له مخې ۷ ځايي وسلوال وژل شوي او تر۱۰ زیات ټپیان شوي دي خو نوموړی وایي، د ”اسلامي دولت” اړوند ډلې د تلفاتو په اړه مالومات نه لري.

د پولیسو دغه ویاند وایي، د ”اسلامي دولت” ځینو وسلوالو د سیمې څخه درې تنه ځوانان د ځانمرګي بریدونو د تر سره کولو لپاره له ځان سره بیول، چې د ځاي وسلوالو د مخالفت سره مخ شول.

د سرچینې په خبره وروسته له هغه د دواړو غاړو ترمنځ نښته پیل شوه، چې د راپورونو له مخې لاهم روانه ده.

جګړه د ارغنداب ولسوالۍ د جلالزو په یوه غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې، چې هلته د افغان حکومت حاکمیت نشته.

په سیمه کې یو قومي مشر حاجي محمد اسماعیل وایي، وړاندې ځايي وسلوالو هم ورغلو بهرنیو وسلوالو ته ویلي وه، چې د دوی تر ولکې لاندې سیمه پرېږدي.

هغه وایي، وړاندې هم د دواړو غاړو ترمنځ ستونزه رامنځته شوې وه، خو پرته له دې چې یو بل ته زیان واړوي تر خپل منځ یې ستونزې هوارې کړې.

تېر کال وروسته له هغه، چې د پاکستان پوځ ددغه هیواد په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر وړاندې پراخ پوځي عملیات پیل کړي سلګونه وسلوال د پولې دې غاړې د زابل او غزني یو شمېر سیمو ته مخه وکړه.

ځاي خلګ وایي، ورغلي وسلوال په عصري وسلو سمبال دي ښځې او ماشومان هم ورسره دي.

يادو دوو وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *