بشار اسد په مشروط ډول د پخلاینې له خبرو ملاتړ کړی دی
بشار اسد په مشروط ډول د پخلاینې له خبرو ملاتړ کړی دی
بشار اسد د « بریکس » ټولنی او ایران څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کی د ملاتړ له امله مننه وکړه
د سوریی ولسمشر بشر اسد د روسیی، چین، د « بریکس » د ټولنی د نورو غړو هیوادونو او ایران څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کی د ملاتړ له امله مننه وکړه. نوموړی څرګنده کړه، چی د سوریی خلک به هیڅکله هم ترهګرو ته تسلیم نه شی.
بشر اسد په دی هکله خبری په دمشق کی د ځوانانو د سازمان غړو سره کړی دی.
بشر اسد د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کی د سوریی په هکله د مسکو او پیکین د دریځ په هکله په ځانګړی توګه یادونه وکړه.
نوموړی په خپله وینا کی وویل: « د سوریی هیواد د « بریکس » د ټولنی غړو هیوادونو او ایران څخه هغه ریښتینی ملاتړ تر لاسه کړ، چی له امله یی وتوانید د تروریزم پر ضد په مبارزه کی ودریږی».