د ماين په چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول
د ماين په چاودنه کې څلور ماشومان ووژل شول
په غور ولايت کې د ماين چاودنې له امله څلور ماشومان ووژل شول او يو بل ټپي شو.
د غور د امنيه قوماندانۍ سرپرست محمد زمان عظیمي وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ماښام مهال د غور مرکز فيروزکوه سره نږدې د بره خانه په سيمه کې رامنځته شوه .
ده وويل چې يادو ماشومانو د غره په لمن کې څاروي څرول .
د نوموړي په خبره، ټپي ماشوم چې يوه نجلۍ ده روغتون ته لېږدول شوې ، خو روغتيايي حالت يې نازک ښودل شوى دى.
د امنيه قوماندانۍ سرپرست زياته کړه ، لومړنيو څېړنو ښودلې چې ياد ماين تازه د وسله والو طالبانو له لوري ځاى پرځاى شوى و .
د برخانه د سيمې يوه اوسېدونکي وويل دغه ماشومان د اوسېدو له ځاى سره نږدې ددغه ماين ښکار شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .