بدخشان کې د ١٢وسله وال وژل شوي دي

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چې په تازه نښتو کې د دوه خارجي وسله والو مخالفينو په ګډون ١٢وسله وال يې وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري وويل، دغه جګړه تېره ورځ مازيګر مهال پيل او تر نيمې شپې يې په شدت سره دوام درلود.

هغه زياته کړه :” زيات شمېر وسله والو طالبانو د وردج ولسوالۍ په تيرګران امنيتي مرکز باندې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول ، ١٢تنه وسله وال چې دوه تنه يې خارجي اتباع هم په کې دي وژل شوي .”

حيدري وويل چې په دې جګړه کې په لسګونو نور وسله وال ټپيان شوي هم دي ، خو د جمعې ورځې تر غرمې پورې خال خال او پراګنده جګړې دوام درلود.

د معلوماتو په اساس ، په ياد نظامي مرکز کې سرحدي پوليس مېشت دي، چې د يادې جګړې له امله يو پوليس وژل شوى او درې نور ټپيان دي .

ده وويل چې له کابل څخه يې څو ځلې د هوايي او ځمکني ځواک غوښتنه وکړه خو تراوسه يې غوښتنه نه ده منل شوې، مثبت ځواب يې نه دى ترلاسه کړى او ياد نظامي مرکز د وسله والو تر کلابندۍ لاندې دى .

د بدخشان د ولايتي شورا رييس عبدالله ناجي نظري هم ياده جګړه تاييدوي او وايي چې د بريد ١٦ساعته تېريږي ، امنيتي سرتېري اوس هم کلابند دي او مرسته ورسره نه ده شوې

ده وويل چې ياد امنيتي سرتېري عاجلې هوايي مرستې ته اړتيا لري.

دده په وينا، چې شاوخوا ٣٠٠وسله والو طالبانو چې ٧٠بهرني وسله وال هم ورسره دي پر ياد امنيتي مرکز بريد کړى دى.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *