جهادي قومندانان د ورځې يو ميليون ډالر له کانونو ترلاسه کوي

افغان چارواکي وايي په دغه هېواد کې د څو ترېليونو ډالرو په ارزښت تر مځکې لاندې پټې زيرمې شته

د افغانستان د بدخشان ولايت ځايي چارواکي وايي دغه ولايت کې له دوو قوماندانو سره د تړلو وسله والو کسانو تر منځ د لاجبرو پر سر شخړه رامنځ ته شوې ده.

د دې ولايت د والي مرستيال ګل محمد بيدار ويلي د عبدالقدير په نامه ځايي قوماندان د يوه بل قوماندان عبدالمالک تر ولکې لاندې سيمې د لاجبرو کانونو کې د برخې اخيستلو پر سر دغه شخړه پېښه شوې ده.

ښاغلى بيدار وايي تر اوسه د سيمې د لاجبرو کانونه د ده په وينا د دريوغير مسوله قوماندانانو، عبدالمالک، امام او شريف تر ولکې لاندې دي.

ښاغلی بيدار وايي د دې شخړې له کبله د قوماندان عبدالقدير له ډلې سره تړلي دوه کسان وژل شوي او بل خوا دوې ښځې، دوه ماشومان او يو کس ټپي دی.

د يادو شويو قومندانانو له لورې تر اوسه په دې تړاو څه نه دې ويل شوي.

د بدخشان د والي مرستيال ګل محمد بيدار وايي په سيمه کې غير مسول قوماندانان په زرګونه ميله وسله او کسان لري او پر ځايي لاجبرو يې منګولې نښلولې دي.

ناقانونه عايد

د بدخشان د والي د مرستيال په وينا دغه وسله وال هره ورځ له کانونو نژدې يو ميليون ډالر ګټه لاس ته راوړي.

دی وايي امنيتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره پر جګړه بوخت دي او نه شي کولای له دغو کسانو سره جګړه وکړي.

ده زياته کړه سيمې ته يې خلک لېږلي چې د دغو قوماندانو تر منځ خبرې وکړې.

دی وايي ملي امنيت د کانونو ناقانونه سپړنه بنده کړې خو تراوسه په غير قانوني ډول دغه خلک له کانونو لاجبر باسي.

ښاغلي بيدار وويل له دې کانونو يو څه ګټه د وسله والو مخالفانو لاسونو ته هم لوېږي.

د بدخشان د ولايتي شورا غړي عبدالله صديقي وايي، کانونه د دې ولايت د ناامنۍ يو لوی دليل دی.

افغان چارواکي وايي په دغه هېواد کې د څو ترېليونو ډالرو په ارزښت تر مځکې لاندې پټې زيرمې شته.

دوى هيله لري چې په راتلونکي کې به د دغو زېرمو په سپړلو د افغانستان اقتصاد په پښو دروي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *